پوهنتوني استادانو ته د طالبانو لوړو زدکړو وزارت سپارښتنې؛ په دواړو رسمي ژبو تدریس او د "شته نظام ننګه وکړئ"

د عکس سرچینه، Taliban
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت له پوهنتوني استادانو غوښتنه کړې چې پوهنتونونو کې په دواړه رسمي ژبو پښتو او دري تدریس وکړي.
د دغه وزارت له خوا په یوه خپاره شوي مکتوب کې چې بي بي سي ته یې پخلی شوی، راغلي "هر استاد او علمي کادر غړی مکلف دی چې د هېواد په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) بشپړ وپوهېږي، اثار پرې ولیکي، خبرې او تدریس ورباندې وکړای شي."
ښايي دا د هغو استادانو لپاره چې په دواړه ژبو تدریس نه شي کولای، یو څه ستونزمن کار وي، خو د هغو محصلانو لپاره ښه خبر ګڼل کېږي چې یوازې په یوه ژبه پوهېږي.
په کابل، هرات او بلخ او یو شمېر نورو پوهنتونونو کې له لویه سره تدریس په دري کېږي خو په کندهار، خوست، ننګرهار او ځینو نورو پوهنتونو کې بیا د تدریس ژبه پښتو ده.
تر اوسه دغه مکتوب ته د استادانو له خوا کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.
په دغه اووه ماده ییز مکتوب کې دا هم ویل شوي چې د علمي ترفیع لپاره استادان مکلف دي چې خپل اثار "په خپله مورنۍ ژبه ترتیب کړي."
د دې مکتوب په یوه ماده کې راغلي، علمي کادرونه دې په خپلو اثارو کې "د شته نظام ننګه وکړي او پر خلاف دې له هر ډول کړنو څخه ډډه وکړي چې د ستونزو سبب ګرځي."
د طالبانو پر حکومت تور دی چې د وینا ازادي یې په کمساري ډول محدوده کړې او هغه کسان ګواښل کېږي چې د دوی پر حکومت نېوکې کوي.

د عکس سرچینه، Taliban
اوس چې له پوهنتوني استادانو غوښتل شوي چې د دوی د "نظام" ملاتړ وکړي، ښايي لږ یې د نېوکو جرائت وکړای شي.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت په دې مکتوب له استادانو دا غوښتنه هم شوې چې "د دانشګاه، دادګاه، دانشکده، زدکړیال او پوهنپال" په څېر کلمو له کارولو دې ډډه وکړي.
د افغانستان د لوړو زدکړو قانون کې چې د طالبانو حکومت یې هم تر ډېره پلی کوي، راغلي چې دغه ډول کلیمي دې نه کارول کېږي او ملي اصطلاحات دې وکارېږي.
خو د پوهنتون او دانشګاه د تورو پر سر لانجې د جمهوري حکومت پر مهال څو ځله را پورته شوې دي. آن په ځینو پوهنتونو کې د لوحو پر بدلولو اخ و ډب هم رامنځ ته شوی دی.
د مکتوب په یوه بله ماده کې راغلي استادان دې په خپلو اثارو کې "د سید جمال الدین افغان، احمد شاه بابا او سلطان محمود غزنوی" په څېر شخصیتونو نومونه په درناوي یاد کړي.
د مکتوب پای کې استادانو ته د دغو ټکو د پلې کېدو ټینګه سپارښتنه شوې او وايي که څوک سرغړونه وکړي، "مسوولیت یې پر خپله غاړه دی."






















