هندۍ پهلوانانې: د احتجاج په ډول خپل مډالونه سیند ته غورځوو

د خپرېدو وخت

د هند د پهلوانۍ لوړ پوړو ورزش کارانو ښځو اعلان کړی، چې په احتجاجونو کې به خپل مډالونه د هند تر ټولو سپيڅلي سیند "ګنګا" ته وغورځوي.

دوی همدا رنګه په پام کې لري، چې د هند پلازمېنې ډيلي کې "انډيا ګېټ" یا د هند دروازې سره د نه خوړو اعتصاب هم پیل کړي.

دغو پهلوانو ښځو د پهلوانۍ د فدراسیون د مشر د استعفا او نیولو غوښتنه کوي.

دوی له کلونو راهیسې د پهلوانۍ د فدراسیون مشر د ښځينه غېږ نیوونکو په جنسي ځورونې تورنوي.

هغه دا تورونه رد کړي دي.

دغو پهلوانو ښځو نن سه شنبه د می میاشتې په ۳۰مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: "دا ماډالونه زمونږ روح او ژوند دی خو اوس احساسوو چې نور یې پر غاړه ګرځول مونږ لپاره کومه مانا نه لري."

د المپیک مډال ګټونکو پهلوانو ښځو ساکشي ملک او باجرانګ پونیا او د نړیوالې اتلولۍ د دوو مډالونو ګټونکې وینېش فوګات له هغو لاریونیانو دي چې دا خبرپاڼه یې خپره کړې ده.

دې پهلوانانو پیل کې په دې فکر کړی و چې خپل مډالونه د هند ولسمشر او لومړي وزیر ته ورکړي، خو دې خبرې نهیلې کړل چې د دوی احتجاجونه یې له پامه غورځولي او هېڅ یې په اړه څه نه دي ویلي.

دواړو مشرانو په دې اړه هېڅ ډول ښکاره څرګندونې نه دي کړي.

خبرپاڼه کاږي:"کله چې مونږ دا مډالونه ګنګا ته وغورځول ژوند مونږ ته نور هېڅ مانا نه لري. مونږ به ځان د هند دروازې ته ورسوو او د خپل مرګ تر ساعته به روژه ونیسو."

د یکشنبې پر ورځ آغلې ملک، پونیا او فوګات د هغو احتجاج کوونکو په ډله کې و چې هڅه یې کوله د هند د نوي پارلمان ودانۍ خوا ته لاړ شي خو د پولیسو له خوا یې مخه ونیول شوه.

پولیسو احتجاج کوونکي بسونو ته پورته کړل او له هغه ځایه یې لېري کړل.

د پارلمان د ودانۍ له مخې په بسونو کې د پهلوانو احتجاج کوونکو ښځو پورته کول پر خواله رسنیو ډېر لاس په لاس شول چې د لوړ پوړو ورزش کارانو او د مخالفو سیاستوالو نیوکې یې راپورته کړې.

پهلوانو احتجاج کوونکو ښځو په خپره شوې خبرپاڼه کې دوی سره د پولیسو له خوا شوی چلن هم غندلی او ویلي یې دي چې "د مجرمانو په څېر چلن" یې ورسره کړی.

دوی پوښتلي چې:"آیا ورزشکارانو ښځو د دوی پر وړاندې د جنسي ځورونې لپاره د عدالت په غوښتنې سره کوم جرم ترسره کړی دی؟"

هند کې پهلوانو ښځو د اپرېل په ۲۳ مه نېته د پهلوانۍ د فدراسیون مشر برج بهوشن سنګ پر ضد احتجاجونه پیل کړل.

ښاغلي سینګ چې یو نفوذ لرونکی سیاستوال او د واکمن بهارتیا جاناتا ګوند استازی دی پر ده لګېدلي ټول تورونه ردوي او دا احتجاجونه یې یوه سیاسي انګېزه یاده کړې ده.

نوموړی د ډیلي پولیسو له خوا تر پوښتنو لاندې دی خو تر اوسه نه دی نیول شوی.

د هند د ورزش وزیر انوراګ ټاګور د تېرې دوشنبې پر ورځ ویلي، احتجاج کوونکي دوی ته له ټاکل شویو سیمو نه دي منع کړل شوي.

ښاغلي ټاګور زیاته کړې چې د پولیسو له پلټنو وروسته به دې برخه کې اړین اقدامات ترسره شي.