کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرامونو ازموینه؛ په لومړي ځل نجونو ته په کې اجازه ورنه کړل شوه

د خپرېدو وخت

د طالبان په حکومت کې د ازموینو ملي‌ اداره وايي، د کابل پوهنتون د پنځلسو ماسټرۍ پروګرامونو لپاره یې ازموینه واخیسته خو نجونې او ښځې په لومړي‌ ځل له دغې ازموینې محرومې شوې.‌

په دغه ازموینه کې نژدې ۳۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه خو ښځینه محصلانو ته د ګډونه اجازه نه وه ورکړل شوې. تېر کال که څه هم په ازموینه کې ښځو برخه اخیستې وه،‌ خو وروسته درسونو ته پرې نښودل شوې.‌

ټاکل شوې له ګډونوالو ۵۰۰ یې د کابل پوهنتون لسو پوهنځیو ته جذب شي.‌

یوه محصله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي په عامه اداره کې یې ماسټرۍ ازموینې لپاره چمتوالی نیولی و،‌ خو د طالبانو پرېکړې ډېره نهیلې کړې او ازموینه کې د ګډون اجازه ور نه کړل شوه.‌

دغې محصلې بي بي سي‌ پښتو ته وویل. "له خپلو ښوونکو سره مې مشورې هم کړې وې، مطالعه مې کړې وه او تمه مې لرله چې امتحان کې به ګډون کوم چې ماسټرۍ زدکړې وکړم، خو په اعلان کې ویل شوي وو چې یوازې نارینه په کې برخه اخیستی شي."

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر عبدالباقي حقاني ملي‌ تلویزیون سره په خبرو کې وايي‌ "پنځلسو پروګرامونو کې امتحان اخیستل کېږي او دا پروسه نهايي‌ زیاته شفافه ده."

‌د کابل پوهنتون د ځینو سرچینو له خولې، دوه کاله وړاندې په کابل کې د ماسټرۍ د پروګرامونو شمېر ۲۳ ته رسېده، خو د استادانو د کمښت له امله یې شمېر اوس ۱۵ ته راښکته شوی دی.‌

د استادانو کمښت او د ماسټرۍ نوي‌ پروګرامونه

د بي بي‌ سي د تېرې اوونۍ د موندنو له مخې، یوازې له کابل پوهنتونه تېرو شلو میاشتو کې څه باندې ۴۰۰ استادان بهر وتلي دي چې ګڼو یې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زدکړې درلودې.‌

په کابل پوهنتون کې د جمهوري حکومت په وروستي کال کې نژدې ۷۸۰ استادان وو، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو استادانو له نیمايي ډېر یې له دغه هېواده وتلي دي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د کابل پوهنتون په ګډون یې په ځینو نورو پوهنتونو کې "د ماسټرۍ ۱۳ نوي پروګرامونه پیلوي."

سره له دې چې د ماسټرۍ د نویو پروګرامونو پیل د ډېرو لپاره ښه خبر دی،‌ خو د مسلکي‌ او باتجربه استادانو کمښت یوه لویه ننګونه بلل کېږي.

دغه وزارت وايي،‌ د نویو پروګرامونو د جوړېدو پرېکړه د دې وزارت په عالي شورا کې شوې او منل شوې ده.‌

د کابل پوهنتون مشر اسامه عزیزي ملي تلویزیون ته ویلي، د دې پوهنتون په هره ماسټرۍ برخه کې د دولتي‌ پوهنتونو لپاره "اته سیټونه" ځانګړي شوي دي چې د ازموینې له لارې به غوره کېږي.‌

کابل پوهنتون چې نژدې ۲۰ زره محصلان په کې زدکړې کوي، افغانستان کې یوازینی دولتي هغه دی چې د ماسټرۍ تر ټولو ډېر پروګرامونه لري.

پوهنتونونو کې پر ښځو د زدکړو له بندیز وړاندې، د ماسټرۍ ځینو پروګرامونو کې نجونو ته تر "۳۰ سیټونه" په پام کې نیول شوي وو، خو وروسته دغه پرېکړه پلې نه شوه.

د ماسټرۍ په پروګرامونو کې ښځو ته د ګډون نه اجازه یوه بله ځپونکې تګلاره ده چې د طالبانو حکومت یې په افعانستان پلې کوي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت وايي،‌ د ښځو پر زدکړو بندیز یې لنډمهالی دی،‌ خو تر اوسه روښانه نه ده چې "امر ثانی" یې کله پای مومي.‌ او همدې ناروښانتیا د لسګونو زره نجونو راتلونکې بې برخلیکه کړې ده.