یوې افغانې د ښځو د زدکړو برخه کې د فعالیتونو له امله د "نشنل جیوګرافیک" جایزه ګټلې

د خپرېدو وخت

د شبانه بسیج راسخ په نامه یوې افغانې د نشنل جیوګرافیک نړیوال بنسټ (د کال غوره سپړونکې) معتبرې جایزې ګټونکې اعلان شوې.

دا جایزه نوموړې ته د افغان مېرمنو د زدکړو برخه کې، د هغې د ترسره کړیو فعالیتونو له امله ورکړل شوې ده.

آغلې راسخ د افغان مېرمنو له هغه نسله ده، چې پر افغانستان د طالبانو لومړۍ واکمنۍ پر مهال د زدکړو له محرومیت سره اشنا شوه.

نشنل جیوګرافیک لیکلي، هغه چې اوس له دېرشو کلونو ډېر عمر لري، هغه مهال د زدکړو د ترلاسه کولو لپاره په کورونو کې جوړو شویو پټو ښوونځیو ته تله او د دې لپاره چې څوک پرې پوه نه شي د هلکانو کالي به یې اغوستل.

نوموړې له ډېرو سختیو له ګاللو وروسته افغانستان کې ښوونځي پای ته ورساوه او وروسته یې لوړې زدکړې د برېتانیي مېډلز برا پوهنتون کې وکړې.

هغې په ۲۰۰۹ کال کې د افغان نجونو د زدکړو برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

نشنل جیوګرافیک بنسټ وايي، دغه موده کې آغلې راسخ د افغانستان په بېلابېلو ولایتوو کې نجونو ته د میلیونونه ډالرو په ارزښت سکالرشیپونه او مرستې ترلاسه کړي دي.

له ځینو مرستندویه بهرنیو بنسټونو یې پیسې راټولولې او د افغانستان په ختیځ کې یې د نجونو پر زدکړو لګولې.

وروسته یې بیا د سولې په نامه یو بنسټ جوړ کړ، چې شعار یې "د زدکړو له لارې د ښځو ځواکمنول و."

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې چې کله طالبانو پر افغلانستان بیا واک ترلاسه کړ، د سولې په نامه دا ښوونیز بنسټ له افغانستانه رونډا ته ولېږدول شو، چې اوس هلته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

نشنل جیوګرافیک بسنټ یو نړیوال غیر انتفاعي بنسټ دی، چې د زدکړو او ساینسي اکتشافاتو برخه کې فعالیت کوي.

د شبانه بسیج راسخ له سختیو ډک ژوند خو د زدکړو برخه کې یې لاسته راوړنو ډېر خلک حیران کړي.