تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونېسف: سیمه ییز ښوونځي اوس نجونو لپاره د زدکړو یوازنۍ لار ده
ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، سیمه ییزو ښوونځیو کې اوس مهال پنځه سوه زره زدکوونکي په زدکړو بوخت دي.
دغه بنسټ نن دوشنبه د مې میاشتې پر ۲۲مه پر خپله ټوېټر پاڼه یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د دغو ټولګیو پر اغېزمنتیا غږېدلي دي.
دغه بنسټ یاد ښوونځي اوس مهال د نجونو لپاره د زدکړو یوازېنۍ لار یاده کړې ده.
د افغانستان مرکزي سیمو لپاره د یونېسف د ساحوي پروګرام مشره ایني ګینډرا کوچ وايي: "سیمه ییز ښوونځي ښايي د نورو دودیزو ښوونځيو په څېر ودانیو کې نه وي خو د رسمي ښوونیز سیسټم یوه برخه ده."
آغلې ګینډرا کوچ د بسپنه کوونکو پر مالي ملاتړ ټینګار کوي او وايي، که دا مرسته په دوامداره ډول وشي د سیمه ییزو ټولګیو شمېر به ۲۱زرو ته پورته کړي.
نوموړې زیاتوي: "دا په دې مانا ده چې نور سل زره ماشومان به ښوونځي ته لاړ شي او زرګونه نجونې به د زدکړې حق ته لاسرسی ولري."
د هغې په وینا، دغو ټولګیو ته تر ډېره هغه زدکوونکي زدکړو لپاره راځي چې له ښاره لېري دي او یا یې کورنۍ نه شي کولی خپل ماشومان هغو ښوونځيو ته واستوي.
په دغه ښوونځيو کې ماشومان تر دریم ټولګیو پورې زکړې کوي چې د یونسیف په ملاتړ جوړ شوي دي.
ایني ګیڼډرا کوچ د بامیانو مرکز نیلي کې یوه ښوونځي ته په شارې ویلي چې، یو له هغو ۱۷ زره او ۶۰۰ سیمه ییزو ښوونځيو دی چې ګڼ ماشومان پکې زدکړې کوي.
یونېسف داسې مهال سیمه ییزو ښوونځيو کې د زدکړې د ټولګیو د زیاتېدو خبر ورکوي چې افغانستان کې له شپږم پورته نجونو ته د زدکړو اجازه نه ورکول کېږي.
د اسیا پراختیايي بانک تېر کال مارچ میاشت کې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي و افغانستان د ښځو د لیک لوست له پلوه په سیمه کې تر ټولو شاته پاتی هېواد دی.
د دې ارزونې له مخې په دغه هېواد کې تر ۳۰ سلنه کمې مېرمنې لیک لوست کولای شي.
اوس چې د طالبانو له خوا له شپږم پورته نجونې او د پوهنتوني زدکوونکې له زدکړو راګرځول شوي دا وېره له پخوا لا زیاته شوې ده.