له غزې پر اسرائیل راکټي ګوزارونه، اسرائیلي الوتکو خونړي بریدونه کړي

Rockets are fired from Gaza towards Israel (10 May 2023)

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فلسطیني وسله والو پر اسرائیل د راکټونو لسګونه ګوزارونه کړي.
    • Author, رافي بیرګ ډېویډ ګرافتین
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

اسرائیل چارواکي وايي، له غزې سیمې پرې وسله والو د راکټونو ۴۶۰ ګوزارونه کړي او د دوی ځواکونو په غزه کې د وسله والو ۱۳۰ هدفونه ویشتلي دي.

دا په تېرو نهو میاشتو کې د فلسطیني وسله والو او اسرائیلي پوځ تر منځ تر ټولو سخته نښته بلل کېږي. ځايي رسنۍ وايي، غزه کې شپږ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

په اسرائیل کې بیا ډېری کسان د راکټونو له ګوزارونو خوندي پټنځایونو ته د تېښتې پر مهال ټپیان شوي دي. چارواکي وايي، ډېری راکټونه یا خو په هوا کې له منځه وړل شوي او یا هم په داسې ځایونو کې لګېدلي، چې څوک پکې مېشت نه دي.

دا نښته له هغه وروسته پیل شوې، چې پر غزه د اسرائیلي ځواکونو په بمباریو کې د اسلامي جهاد نومې ډلې دریو مشرانو په ګډون ۱۵ فلسطینیان ووژل شول.

اسلامي جهاد ډلې (پي ای جې) چې په غزه کې له حماس وروسته دویمه لویه ډله ده وايي، قسم یې کړی، چې د وژل شویو کسانو غچ به اخلي.

د چارشنبې پر ورځ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په یوه ټلویزیوني وینا کې خبرداری ورکړ، چې په وینا یې د اسرائیل کمپاین نه دی ختم شوی.

Smoke rises after an Israeli air strike in Gaza (10 May 2023)

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائیل ځواکونه وايي، د اسلامي جهاد ډلې هغه مرکزونه یې په نښه کړي، چې راکټي بریدونه کوي.

د ښاغلي نتنیاهو له دې وینا څو ساعته مخکې د مصر رسنیو په خپلو رپوټونو کې وویل، مصري چارواکو د اوربند لپاره منځګړیتوب کړی، خو سملاسي یوه لوري هم دا اوربند نه دی تائید کړی، بلکې له دې لږ وروسته د اسرائیل سویل لور ته د راکټونو ګوزارونه وشول او اسرائیلي الوتکو پر غزه نور هوايي بریدونه وکړل.

په غزه کې د وسله والو ډلو یوې ټلوالې خبرداری ورکړی، که اسرائیل یرغل ته زور ورکړي، تیاره ورځې یې انتظار کوي. اسرائیلي ځواکونه وايي، د پي ای جې درې وژل شوي قومندانان د ملکي اسرائیلیانو په وژنو کې ښکېل وو او د نورو داسې وژنو پلانونه یې چمتو کول.

خو لس نور وژل شوي کسان ملکي فلسطینیان وو، چې څلور ښځې او څلور ماشومان هم پکې شامل دي.