د غزه کړکېچ لسمه ورځ
د خپرېدو وخت
پر غزې د اسرائيلو بريدونه لسمې ورځې ته رسېږي. غزه کې د فلسطينيانو روغتيا وزارت ويلي، د اسرائيلو هوايي ګوزارونو کې د دوی کورونا ويروس ازموينې يوازينی لابراتوار، چې د واکسينولو چارې هم پر مخ بيايي، ویجاړ شوی دی. پر همدې مهال فلسطينيانو پر اسرائيلو لا ډېر توغندي ويشتلي دي. د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ د اوربند لپاره هلې ځلې روانې دي، خو لا ډېر پرمختګ په کې نه دی شوی.