افشا شوي اسناد ښيي د لویدیځ ځانګړي ځواکونه اوکرایین کې شته

د خپرېدو وخت

له څه باندې یوه کال راهیسې په اوکرایین کې د لوېدیځو ځانګړو ځواکونو د شتون انګازې خورې وې خو اوس د لومړي ځل لپاره تائید شوې.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت لاهم د هغو محرمو اسنادو رابرسېره کېدو له پایلو سره لاس او ګریوان دی چې وروستیو کلونو کې افشا شوي وو او نوي اسناد هم تر ډېره د اوکرایین جګړې اړوند دي.

دا اسناد چې ځینې یې تر ټولو"غوره محرم" اسناد ګڼل کېږي، د جګړې تفصیلي انځور وړاندې کوي.

په دې غوره محرمو اسنادو کې د روسیي ځواکونو د پسرلي عملیاتو پر وړاندې د اوکرایین د چمتووالي خورا حساس معلومات افشا شوي دي.

یادو محرمو اسنادو کې یو داسې ځانګړی سند دی چې ډیر پام وراوښتی دی.

دا سند څرګندوي چې بریتانیا یو له هغو هېوادونو ده، چې ځانګړي ځواکونه یې په اوکرايين کې شتون لري.دا ځانګړی سند چې د مارچ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ثبت شوی دی دا په ډاګه کوي چې د بریتانیا ۵۰ سرتېري، لاتویا ۱۷، فرانسه ۱۵ سرتېري،متحده ایالاتو ۱۴ سرتېري او هالنډ یو سرتېری په اوکرایین کې موجود دي.

په افشا شویو سندونو کې دا نه دي واضح شوي، چې دا ځواکونه چیرته ځای پر ځای شوي او په کومو فعالیتونو بوخت دي.

ښايي د دغو ځواکونو شمېر لږ وي او خامخا بدلېږي رابدلېږي به، خو ځانګړي ځواکونه د خپل طبیعت له مخې ډېر اغېزمن وي.

مسکو په وروستۍ میاشت کې یې په ډاګه وویل، چې نه یوازې له اوکرایین سره په جګړه بوخت دی بلکې له ناټو سره هم جګړه کوي اوس کېدای شي له دې افشا شویو اسنادو ګټه پورته کړي.

د بریتانیا د دفاع وزارت د دې ډول مسلو په اړه د تل په څېر د خپلې رسمي تګلارې سره سم له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د سه شنبې په ورځ یې په یوه ټویټ کې وویل، چې ادعا شوي محرم اسناد داسې مواد لري چې " کره والی یې په جدي ډول تر پوښتنې لاندې دی."په یاد بیان کې ویل شوي: "لوستونکي له دې اسنادو سره باید ډېر احتیاط وکړي او هغه غلطې ادعاوې ونه مني چې احتمالي غلط معلومات خپروي."

د بريتانيا د دفاع وزارت په دې اړه زیات څه نه دي ويلي او نه يې کوم ځانګړي سند ته اشاره کړې ده.

خو د پنټاګون د چارواکو له خولې ویل شوي، چې دا اسناد ریښتیني دي.

د برتانیا حکومت د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو پر خلاف د خپلو ځانګړو ځواکونو په اړه د تبصرې نه کولو رسمي تګلاره لري.