اسرائیلو پر لبنان او غزې تازه هوايي بریدونه کړي دي

د خپرېدو وخت

د اسرائیلو تر دې ادعا وروسته چې ګواکې فلسطینۍ حماس ډلې له لبنانه شمالي سيمو ته لسګونه توغندي ورتوغولي، اوس اسرائیلي ځواکونو پر حماس ډلې تازه هوايي بریدونه کړي دي.

اسرائیلي ځواکونو په دغو بریدونو کې د غزې تړانګې او د لبنان په سویل کې د فلسطینۍ حماس ډلې اړوند سیمې په نښه کړې دي.

دغو ځواکونو ویلي چې دا کار یې د حماس د ۳۴ توغنديزو بریدونو په ځواب کې کړی دی چې پرون پنجشنبه یې کړي دي، خو حماس ډلې دا ادعا رد کړې ده.

وسله والو په غزه کې د هوايي بریدونو له پیلېدو وروسته لسګونه نور توغندي هم وتوغول.

اسرائیلي پوځیان وايي، له ټولټال ۳۶ توغول شویو توغندیو ډېری هغه هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي، خو ځینې یې پر اسرائیلي خاوره لګېدلي چې له کبله یې ځینو ودانیو ته زیان رسېدلی دی. روغتیايي چارواکي وايي، یو سړی برسېرن ټپي شوی دی.

حماس بیا وايي، دوی هېڅ معلومات نه لري، چې دا توغندي چا توغولي دي.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې په یوه وخت له لبنانه پر اسرائیل تر ټولو لوی توغندیز برید بلل کېږي.

د الاقصی جومات پر سر تاوتریخوالی

دا په داسې حال کې ده، چې د بیت المقدس په الاقصی جومات کې له فلسطینیانو سره د اسرائیلي پولیسو لاس او ګرېوان کېدو له کبله په سیمه کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

په همدې کې د فلسطین له غزې هم د وسله والو لخوا پر اسرائیل توغندي توغول شوي، چې کنټرول یې د حماس په لاسونو کې دی. اسرائیلي هوايي ځواکونو بیا د دې په ځواب کې هلته پر غزه هوايي بریدونه کړي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو پر پنجشنبه ناوخته وویل، دوی ''همدا اوس په غزه کې هوايي بریدونه '' کوي. په غزه کې د یو شمېر چاودنو غږونه اورېدل شوي او د اې ایف پي خبري اژانس رپوت کې ویل شوي، د حماس پر یو شمېر روزنیزو مرکزونو بمباري شوې.

له دې مخکې پر پنجشنبه د اسرائیل په شمال کې داسې حال د توغندیز برید خبرداري سائرنونه وغږول شول، چې اسرائیلیانو د یهودانو پاسوور مذهبي مراسم لمانځل.

په ځینې ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې د چهارشنبې پر ماخوستن اسرائیلي پولیس بیت المقدس کې الاقصی جومات حرم ته ننوځي او د جومات له ساحې پرې ګوزارونه کېږي.

"د تراویح لمونځ او د ډبرو ګوزارونه"

د پولیسو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''لسګونه هغو زلمیانو چې له قانونه یې سرغړوونه کوله، ځینو یې مخونه پټ کړي وو، جومات ته دننه د ډبرې وغورځولې او د اور لوبو توکو ګوزارونه یې وکړل چې د تراویح لمانځه ادا کېدو پر مهال نظم ګډوډ کړي. ''

په اعلامیه کې ویل شوي، یو مهال دې کسانو هڅه وکړه، چې د جومات دروازې وتړي او لمونځ کوونکي دننه ایسار کړي، خو پولیس ورغلل، دروازې یې پرانیستې چې لمونځ کوونکي له هغه ځایه ووځي.

د فلسطینیانو رسمي خبري اژانس وفا رپوټ بیا وايي، پولیسو پر فلسطیني لمونځ کوونکو حمله وکړه، وهل ټکول یې پیل کړل، اوښکې بهوونکی ګاز او د یو څه وخت لپاره بیهوښه کوونکي بمونه او داسې اوسپنیزې مرمۍ یې وکارولې چې په ربړ کې نغښتې وې، چې په زور دوی له هغه ځای وشړي.

د فلسطین سرې میاشتې مسوولین وايي، شپږ کسان ټپيان شوي دي.

د سې شنبې پر شپه په الاقصی جومات کې یوه ورته چاپه کې له ۳۵۰ ډېر فلسطینیان نیول شوي، او ۵۰ نور خوږ شوي دي.

په ورته مهال له غزې پر اسرائیل د توغندیو ۱۶ ګوزارونه شوي او اسرائیل د حماس وسله والو پر مرکزونو ځوابي هوايي بریدونه کړي.