د نړۍ په کچه د دې اونۍ د مهمو خبرونو انځورېزه ټولګه

د عکس سرچینه، Cheney Orr / Reuters
د امریکا په مسیسپي ایالت کې یوه زورور توپان لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي.
په الاباما ایالت کې یې هم یو کس وژلی او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د رولینګ فورک ښار نژدې ټول هوار شوی دی.

د عکس سرچینه، Jordan Pettitt / PA Media
د سسیکس ډیوک له تمې لرې په ناڅاپي ډول د لندن په عالي محکمه کې څرګند شو.
لندن کې د تلیفون د ثبتولو او د خصوصي حریم نورو سرغړونو په تړاو قانوني پلټنې پیل شوې.
شهزاده هیري یو له هغو کسانو دی چې په اسشېټېډ پریس دعوه لري.

د عکس سرچینه، Daniel Irungu / EPA-EFE
افریقایي اتحادیې په کینیا کې د تاوتریخجنو لاریونونو د آرامه کېدو او د خبرو اترو پیلیدو غوښتنه کړې. د اپوزیسیون مشر ریلا اوډینګا د بیې د لوړېدو له کبله د لاریونونو غوښتنه کړې.

د عکس سرچینه، Adnan Abidi / Reuters
هند کې پولیسو د اپوزیسیون ګوند ملاتړی زنداني کړی دی.
یاد هېواد کې وروسته له هغه پراخ لاریونونه وشول چې حکومت د اپوزیسیون ګوند مشر راهول ګاندې د زهرجنو خبرو له کبله په بند محکوم کړ او د پارلمان غړیتوب یې ورنه واخیست.

د عکس سرچینه، Jose Luis Gonzalez / Reuters
په مکسیکو کې د کډوالو یوه پنډغالي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي.
د چارواکو په وینا، دا اور له هېواده د کډوالو بهر کولو پر وړاندې د اعتراضونو په ترڅ کې رامنځ شو.
د مکسیکو چارواکو ویلي، چې په مړو او ټپیانو کې د ګواتیمالا، هاندوراس، وینزویلا، ال سلواډور، کولمبیا او اکوادور وګړي شامل دي.

د عکس سرچینه، Reuters
پاچا چارلس جرمني ته د پاچا په توګه د خپل لومړي دولتي سفر په بهیر کې چې ملکه کمېلا هم ورسره وویل: بریتانیا او آلمان باید د خپلو اړیکو راتلونکی څپرکی "د یوې ښې سبا بیا راوستو سره، ډک کړي.
له دوی څخه برلین کې د آلمان د ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر او د هغه میرمن ایلک بوډن بیندر لخوا تود هرکلی وشو.

د عکس سرچینه، Piroschka van de Wouw / Reuters
د امستردام د ساینس میوزیم کې د مصنوعي خوښې یوه کوفته ډوله ټوټه نندارې ته وړاندې شوه. د آسټرالیا شرکت Vow Food د یوې پروژې پر بنسټ لابراتوار کې غوښه جوړ کړې چې د طبیعي غوښې ځای ونیسي.

د عکس سرچینه، Andrew Milligan/PA Media
حمزه یوسف لومړنی مسلمان دی چې د بریتانیا د یوه لوی ګوند مشري ورلغاړې شوه.
نوموړي سکاټلینډ کې د نورو سیالانو له ماتې وروسته د پارلمان لخوا مشر وزیر وټاکل شو.

د عکس سرچینه، Mario Anzuoni / Reuters
د مرګ راز۲ فلم اصلي لوبغاړي جوډي ټرنر سمیټ انځورونه د کالیفورنیا په لاس انجلس کې واخیستل شول. په دې فلم کې ادم سینډلر او جینیفر اینیسټون هم لوبیږي.

د عکس سرچینه، Kevin Coombs / Reuters
یو چینایی زده کونکی چې ځان ته ایوی وایي، د لندن په ټاور برج کې د خپلو پیروانو لپاره په ډوین (Douyin) کې ویډیو جوړوي دا ټیک ټاک ته ورته د چین ټولنیزه رسنۍ ده.


















