د ۲۰۲۳ کال اوسکار جایزه: "هر څه، هر ځای، په یوه ځل" نندارې اووه جایزې وګټلې

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
د اوسکار جایزو ۹۵ دورې په لړ کې د"هر څه، هر ځای، په یوه ځل"ننداره د غوره جایزې ګټونکې اعلان شوه.
دغې نندارې د اوسکار په ګډون اووه نورې جایزې هم وګټلې.
د ۲۰۲۳ اوسکار جایزې د مراسمو په پای کې د غوره نندارې جایزه د "هر څه، هر ځای، په یوه ځل"فلم جوړوونکو دانیال کوان او دانیال شاینهارت ته ورکړل شوه.
میشل یئو هم په دغه فلم کې د خپلې کارکردګۍ له امله د غوره ادا کارې جایزه وګټله او لومړنۍ اسیايۍ شوه چې دا جایزه یې ترلاسه کړه.
مېرمن یئو چې کله دا جایزه اخیسته په خپلو خبرو کې یې وویل: "ټولې هغه نجونې او هلکان چې زما په څېر دي او نن شپه ما ګوري، پوه دې شي چې دا د هیلو او بریاوو ښکارندويي کوي."

د عکس سرچینه، Mary Evans Picture Library
هغې ښځو ته په خطاب کې دا هم وویل: "هیچا ته اجازه مه ورکوئ چې تاسو ته ووايي چې د بریا پړاو مو تېر شوی."
د آغلې یئو سربېره د نندارې نورو اداکارانې جیمي لي کورټیس او کي هوی کوان هم د ملاتړو اداکارانو په ډله کې د اسکار جایزې ګټونکې اعلان شوې.
مېرمن یئو دویمه رنګین پوټکي ښځه شوه چې له نږدې دوه لسیزو وروسته یې د اسکار غوره جایزه وګټله، له دې دمخه هالي بري یاده جایزه ګټلې وه.
د اوسکار په تاریخ کې تر اوسه هېڅ داسې ننداره نه وه چې د غوره فلم، غوره کارکردګۍ او درې نورې جایزې پوه یوه وار ګټلې وي.
دانیال کوان، دانیال شاینهارت او پال راجرز هم دغه ننداره کې اوسکار جایزې ترلاسه کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
او له دوی سربېره برنډن فریزر هم توانبدلی چې په ننداره کې د خپل مخکښ رول د لوبولو له امله د غوره لوبغاړي ګټونکی اعلان شي او جایزه ترلاسه کړي.
۵۴ کلن فریزر کلونه له هالیووډ نه لېري پاتې شوی و خو د دې جایزې په ګټلو سره یو ځل بیا په زړه پورې ډول دې ډګر ته راستون شو.
فریزر تېرو لسیزو کې یو لوی فلمي ستوری پاتې شوی و او په ګڼو نندارو کې د لوبېدو له امله مشهور و خو وروستیو کې د خلکو له پامه لوېدلی و.
ښاغلي فریزر هڅه کوله یو ځل بیا د خلکو پام ځان ته راواړوي او بیا د خپل هنر د نړۍ لوړو کې ځان وګوري.
له دې نندارې پرته ګڼې نورې نندارې او سندرې هم د ۲۰۲۳ کال اسکار جایزې ګټونکي اعلان شوي دي.


















