افغانستان کې د تلویزیون مشهوره ویانده او په امریکا کې یې نوی ژوند

Afghan journalist Basira Joya
د عکس تشریح، بصیره جویا: زه باید خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره کار وکړم
د خپرېدو وخت

امریکا کې د شاوخوا ۷۶ زره افغانانو د مېشتېدو یو کال پوره شو، یو شمېر کسان په ځانګړي ډول خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپل مسلک او کار برخه کې لا هم نا څرګند برخلیک سره مخ دي.

د بي بي سي یو خبریال سټیفن سټار له هغو ښځینه افغان خبریالانو سره خبرې کړي، چې پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته امریکا ته لېږدول شوي دي.

بصیره جویا کابل کې د یوه تلویزیون پخوانۍ ویانده وه، پنځه کاله یې دغه دنده کې کار کړی، خو د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې چې کله طالبان پلازمېنې ته راننوتل هر څه یې بدل کړل.

هغې بي‌ بي سي ته ویلي: "کله چې مې یوه لیکنه وکړه او پر خپل فسبوک پاڼه مې خپره کړه نو د طالبانو زنګونه راپیل شول، ان تر دې چې زه پټېدو ته اړه شوم او خپل ورور سره به له یوه کوره بل کور ته د لنډ مهال لپاره تللم چې طالبان مې ځای و نه مومي."

اوولس میاشتې وروسته ۲۴ کلنې جویا ځان په یوه بل ځای کې وموند، اوس یې هغه ژوند چې له سیاستوالو سره په مرکو او له کابله د تازه خبرونو په خپرولو کې درلود پای ته رسېدلی دی.

اوس یې کور ۷ زره میله لېري د امریکا اوهایو ایالت په دیتن ښار کې دی.

آغلې جویا د طالبانو له منګولو تښتېدلې خو لا هم احساسوي چې بندیوانه ده.

نوموړې اوونۍ کې شپږ ورځې او هره ورځ ۱۲ ساعته په یوه فابریکه کې کار کوي.

هغه وايي کار یې تر دې اندازې دروند دی چې ملا یې پکې په درد شي او ذهن یې کار پرېږدي، خو اړه ده چې همدومره کار وکړي او خپلې اړتیاوې پرې پورته کړي.

د آغلې جویا په ټکو: "زه باید خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره کار وکړم."

بصیره جویا در تلویزیون در افغانستان

د عکس سرچینه، Supplied photo

د مور او پلار په ګډون یې د کورنۍ شپږ غړي افغانستان کې ترې پاتې دي هغه وايي: "دلته کار کول مې په زړه نه دي ،خو د اقتصادي ستونزو له امله اړه یم چې کار وکړم او خپلې کورنۍ ته پیسې ولېږم، ځکه چې هغوی افغانستان کې په ډېر بد حالت کې دي. دلته زه لږ تر لږه پیسې ګټلې شم ورته."

په لسګونه زره افغانان د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د انتقال په پروسته کې امریکا ته ولېږدول شول.

د رسنیو لسګونه تکړه خبریالان او ویاندویان پر افغانستان د طالبانو له واګو یو څه مخکې، بهر ته پر وتلو بریالي شوي وو، خو ډېرو کمو یې بېرته په خپل مسک کې رسنیو سره د دندو فرصتونه ترلاسه کړې دي.

زهرا نادر چې کاناډا کې مېشته افغان خبریاله ده وايي: "مونږ تر سخت فشار وروسته خپل هېواد پریښی، مونږ خپل هر څه له لاسه ورکړي دي."

هغې چې تېر کال یې د (زن ټایمز) په نامه یوه انلاین ورځپاڼه جوړه کړه وايي: "افغانستان کې مو د خبریالې کېدو لپاره ډېر سخت کار کړی و او پر خپل مسک مو ویاړ کاوه خو یو ناڅاپه رانه هر څه واخیستل شول."

آغلې نادر افغانستان کې د نیویارک ټایمز لپاره کار کاوه او په ۲۰۱۷ کال کې کاناډا ته له کډوالې کېدو وروسته هغه مهال له ورته ستونزو سره مخ شوې چې غوښتل یې هغه ځای کې هم خپل مسک ته دوام ورکړي.

نوموړې وايي، له هغه وخته چې یې (زن ټایمز) پیل کړې، په جلا وطنۍ کې یې هم تر ډېره د هغو ښځو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي‌ چې غواړي دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.

هغې بي‌ بي سي ته وویل: "دوی ټول مسلکي کسان دي او د ویلو لپاره ډېرې کیسې لري. خو له بده مرغه مونږ دوی ته د کار بدل کې د پیسو ورکولو لپاره سرچینې نه لرو."

مریم عالمی عکاس که پس از روی کار آمدن طالبان در سال ۲۰۲۱ از کشور خارج شد

د عکس سرچینه، Supplied photo

د عکس تشریح، مریم عالمي

مریم عالمي یوه بله هغه افغانه ده، چې کابل کې یې د عکاسۍ دنده کوله د هغې د ژوند خوږې تجربې ټولې کمره کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو انځورول وو.

۴۲ کلنې مریم ۱۵ کاله واشنګټن پوسټ او لندن ټایمز په څېر ورځپاڼو کې د عکاسۍ ژورنالیزم برخه کې کار کړی.

هغه وايي، داسې مهال یې افغانستان کې د ورزش او سوداګرۍ برخه کې د افغانو ښځو کیسې او روایتونه پر خپلې کمرې انځور کړي، چې جګړه او وژنه هره ورځ عامه وه.

نوموړې زیاتوي: "ما ځینې حیرانوونکي انځورونه اخیستي چې تر شا یې خورا په زړه پورې کیسې پرتې دي."

خو نن د آغلې عالمي ژوند ډېر بدل شوی، هغه د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هېواده وتلې.

د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې امریکا ته راغلې، څه موده نیوجرسي کې اوسېده خو اوس مریلنډ کې اوسېږي.

مېرمن عالمي هم خپل مسلک کې د دندې موندلو برخه کې له ستونزو سره مخ ده.

هغه وايي:"دلته په راتګ په یوه شي پوه کړم، او هغه دا چې دلته د هغې دندې ترلاسه کول اسانه نه دي چې زه یې په لټه کې یم."

آغلې عالمي اوس هغه ځای کې کار کوي چې د عمر خوړلیو خلکو پالنه پکې کېږي.

نوموړې وايي :" له خپله کاره خوند اخلم چې خلک خوشاله ساتم خو هغومره نه، لکه څومره چې مې کمرې سره له خپله کاره خوند اخیسته"

مریم عالمي وايي، د خپل مسلک بېرته پیلول غواړي او د دې کار لپاره باید لومړی د موټر چلولو جواز ترلاسه کړي او یو ځل بیا د عکاسۍ له نړۍ سره خپلې اړیکې جوړې کړي.

نوموړې وايي،‌ له دې هر څه سره بیا هم خوشاله ده چې کورنۍ یې له افغانستانه وتلې او امریکا کې ده.