تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په لندن کې د بیت الفتوح جومات اته کاله وروسته بیا پرانيستل کېږي
د لندن په جنوب کې یو جومات وروسته تر هغه بیا د لمونځ کوونکو پر مخ خلاص شوی چې په ۲۰۱۵ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه او د جومات ودانۍ ته یې سخت زیان رسولی و.
تمه کېږي، سلګونه تنه په موډرن سیمه کې د بیت الفتوح په نامه لخ جومات او نوي کمپلیکس څخه لیدنه وکړي.
د دغه جومات پر بیا جوړولو او رغولو ۲۰ میلیونه پونډه لګول شوي دي.
د جومات د وېبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ دا په لوېدیځه اروپا کې تر ټولو ستر جومات بلل کېږي، چې په یوه وخت د ۱۰۵۰۰ لمونځ کوونکو لپاره ځای لري.
د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په ۲۶ نېټه په جومات کې اور لګیدلی و، چې د جومات د اداري ودانۍ په ګډون تر ځمکې لاندې پوړ شاوخوا پنځوس سلنه، د لومړي پوړ یوه برخه او د چت ډېره برخه زیانمنه شوې وه.
د اور د لګېدو پر مهال یوازې څو تنه لمونځ کوونکي په جومات کې وو، چې د اور وژنې ۷۰ کارکوونکو په مرسته ژغورل شوي وو.
د لندن اور وژنې د سټیشن مسؤل فیلیپ مورټن هغه وخت ویلي و، جومات پخپله "په بشپړه توګه خوندي پاتې شوی".
اوس د جومات ودانۍ په پنځو پوړونو کې د یوه کمپلکس په بڼه بیارغول شوې ده، چې پکې دوه لوی تالارونه، دفترونه او میلمستونونه شته.
د بیت الفتوح جومات پر څه باندې پنځه جریبه ځمکې، د احمدیه مسلمانانو ټولنې په مرسته جوړ شوی، دوی یې د بیارغونې پروژې لپاره پیسې راټولې کړې وې.
د لندن په وخت به نن ماښام، دغه دیني مرکز د سولې ملي سمپوزیم کوربه توب هم کوي.
تمه کېږي چې د پارلمان وکیلان او یو شمېر نور لوړ پوړي کسان پکې ګډون وکړي.