د پنځو بچیانو تر وژلو وروسته د خپل مرګ غوښتنه

د خپرېدو وخت

یوه بلجیمۍ مېرمن ۱۶ کاله وروسته تر هغه چې خپل ۵ ماشومان یې ووژل، په خپله خوښه ووژل شوه.

ژنویو لیرمیټ، په داسې حال کې چې مېړه یې په کور کې نه وو، خپل یوازنی زوی او څلور لوڼې چې عمرونه یې له دریو تر څوارلسو کلونو وو، د ۲۰۰۷ کال د فبرورۍ په ۲۸ مه په نیولز ښار کې ووژل. هغې وروسته د ځان وژنې هڅه وکړه، خو پکې ناکامه شوه او بالاخره یې د مرستې لپاره بیړنۍ شمېرې ته زنګ وواهه.

۵۶ کلنه ژنویو په ۲۰۰۸ کال کې په عمري بند محکومه شوه. په ۲۰۱۹ کې، هغه د رواني ناروغیو روغتون ته لېږدول شوې وه.

په بلجیم کې، قانون خلکو ته اجازه ورکوي که په "سختې دردونکې" رواني ناروغۍ اخته وي، نو د اتانازي (په خپله خوښه مرګ) غوښتنه کولای شي. البته، په داسې حالت کې، یو شخص باید هوښیار وي او د دې وړتیا ولري چې خپله پرېکړه تشریح او دفاع ترې وکړي.

د اغلې لیرمیټ وکیل ویلي: "هغې د دې پرېکړې لپاره ټول طبي او قانوني پړاونه تېر کړي دي."

ارواپوه ایملي مارویټ ار ټي اېل ټلویزیوني شبکې ته ویلي: "ژنویو ښايي دا پرېکړه خپلو ماشومانو ته د درناوي لپاره کړې وي." دغه ارواپوه زیاته کړې: "ښايي هغې غوښتل خپل نیمګړی کار پای ته ورسوي، ځکه هغې د ځان وژنې ناکامه هڅه کړې وه."

د اغلې لیرمیټ لخوا د خپلو بچیانو وژلو، په هغه وخت کې د بلجیم ټولنې ته ټکان ورکړ. د محاکمې پر مهال د هغې وکيلانو استدلال کاوه چې بايد د رواني ناروغي له امله زندان ته ونه لېږل شي. خو بالاخره محکمې هغه په عمري بند محکومه کړه.

په ۲۰۱۰ کال کې، هغې له یوه ارواه پوه څخه شکایت وکړ او درې میلیونه یورو تاوان یې وغوښت. د هغې دلیل دا وو چې ارواپوه د جرم د مخنیوي لپاره د هغې په درملنه کې کافي مرسته او کار نه وو کړی. خو لس کاله وروسته له خپل شکایته بېرته لاس په سر شوه.

په بلجیم کې په ۲۰۲۲ کال کې د هغو کسانو شمېر چې په خپله یې خپل مرګ غوښتی ۲۹۶۶ تنه اعلان شوی دی، چې د ۲۰۲۱ کال پرتله ۱۰ سلنه ډېر دی.

البته، سرطان لاهم په بلجیم کې د مړینې ترټولو ستر لامل دی. خو چارواکي وايي چې د دې ډول ناروغیو له هرو ۴ تنو درې یې د مرګ غوښتنه کوي. په ۲۰۱۴ کال کې، بلجیم ماشومانو ته هم اجازه ورکړه، که یې ناروغي د درملنې وړ نه وي نو د لویانو په څیر کولای شي چې د مور او پلار په رضایت د اتازي غوښتنه وکړي.