تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین جګړه: بلېنکن وايي چین ښايي روسیې ته وسلې ورکړي
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چین روسیې ته د وسلو او مهماتو پر ورکولو غور کوي.
ښاغلي بلېنکن سي بي اېس خبري اژانس ته ویلي چې چینايي شرکتونه همدا اوس له روسیې سره د "ناوژونکو توکو " مرستې کوي- او نوي معلومات وايي کېدای شي بېجینګ "وژونکې مرستې "هم وکړي.
هغه خبرداری ورکړ چې دا زیاتوالی به د چین لپاره "جدي پایلې ولري "
چین دا راپورونه رد کړي چې ګواکې مسکو د پوځي وسایلو غوښتنه کړې. د چین ولسمشر شي ژېن پین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملګری دی او تراوسه یې پر اوکرایین د روسیې تېری نه دی غندلی- خو بې پرې پاتې شوی او د سولې غوښتنه یې کړې.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل روسیې سره د اړیکو په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو "ګوتنیونه "او "جبر " نشي منلی.
متحدو ایالتونو پر یو چینايي شرکت بندیز لګولی چې ادعاکېږي د روسیې د واګنراجیرې جنګي ډلې ته د مصنوعي سپوږمکۍ له لارې د اوکرایین تصویرونه ورکوي. دغه ډله روسیې ته په زرګونو جنګیالی چمتو کوي.
ښاغلي بلېنکن ویلي په چین کې د خصوصي او دولتي شرکتونو ترمنځ توپیر نشته.
هغه زیاته کړې چې که چین روسیې ته وسلې ورکړي نو دا به "زموږ لپاره اوزموږ په اړیکو کې د یوې جدي ستونزې رامنځته کېدو سبب شي. "
له هغې راهیسې چې د فبروري په لومړیوکې متحدو ایالتونو- د جاسوسۍ یو بالون چې ادعاکېږي د چین و- وویشته او وغورځاوه د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ اړیکي ښې نه دي. دواړه خواوې له غوسې ډکې خبرې کوي، خو داسې هم ښکاري چې دواړه د دې پېښې له امله د شرم احساس کوي او چمتو دي چې اړیکي پرمخ بوزي.
خو که چین په اوکرایین کې روسي ځواکونوسره د مرستې لپاره وسلې ورکړي، نو د امریکا او چین اړیکي به لانورې هم خرابې شي.
مشر جمهوريپاله سناتور لیندزي ګراهم ویلي دا به د دوو زبرځواکونو ترمنځ اړیکو کې ډېره "مصیبتناکه " خبره وي.
ښاغلي بلېنکن دا هم ویلي چې متحده ایالتونه اندېښمن دي چې چین له روسیې سره مرسته کوي چې له هغو لوېدیځو بندیزونو څخه ځان خلاص کړي چې پر روسیې سخت اقتصادي فشار راولي.
له روسیې سره د چین تجارت وده کړې، او چین د روسیې د تېلو، غازو، او سکرو لپاره یو ستر بازار دی.
د ناټو غړي هېوادونه لکه متحده ایالتونه، د ټانکونو په ګډون اوکرایین ته راز راز وسلې، تجهیزات او مهمات استوي. جنګي الوتکې یې لاتراوسه نه دي ورکړي، خو ښاغلي بلېنکن ونه ویل چې ایا متحده ایالتونه به نورو هېوادونو سره مرسته وکړي چې اوکرایین ته جنګي جېټ الوتکې ورکړي؟
خو هغه وویل چې که په راتلونکو میاشتوکې اوکرایین پر روسی ځواکونو باندې متقابل برید ته اړشي لوېدیځ به ورسره مرسته وکړي. اوسمهال روسیه هڅه کوي د اوکرایین په ختیځو سیمو کې پرمختګ وکړي.
د متحدو ایالتونو مشر دپلومات دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د چین د بهرنۍ تګلارې مشر مسکو او اروپا ته سفر کوي.
د رویټرز خبري اژانس وايي ښاغلي وانګ د شنبې پر ورځ میونیخ کې وویل چین د اوکرایین د جګړې په اړه "نه هسې بېکاره ولاړ دی او نه پر اور باندې تېل اچوي. "
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د شنبې پرورځ میونیخ کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل چین به یو سند خپور کړي او هغې کې به د لانجې د حل په اړه خپل دریځ بیان کړي. هغه وویل په دې سند کې به وویل شي چې د ټولو هېوادونو ځمکني تمامیت ته باید درناوی وشي.
ده وویل، "زه وړاندیز کوم چې هرڅوک باید په ارامۍ سره فکر وکړي، په تېره بیا په اروپا کې دوستان، چې د جګړې د ختمولو لپاره څه ډول هڅې کولای شو."