تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه شل کلن ځوان یو کال کې میلیاردر کېدو ته نژدې شو؟
"په لسو دقیقو کې یې در رسوم" د یوه هندي ځوان د کاروبار مفکور وه چې میلیاردر کېدو ته یې نژدې کړی دی.
د ادیت پليچا د بریا په اړه تر ټولو حیرانونکې خبره د هغه عمر دی. هغه یوازې شل کلن دی خو په ډېر کم وخت کې یې داسې کاروبار جوړ کړ چې اوس یې ارزښت نژدې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.
پلیچا د زیپټو په نوم د یوې کمپنۍ شریک بنسټ کېښود. دا شرکت هغه څه کوي چې ډېری نور شرکتونه هم یې کوي. تر کوره د توکو رسول، خو له نورو سره یې ځانګړی توپیر په دې کې دی، چې د دوی شرکت ادعا کوي، په لسو دقیقو کې یې کولای شي.
د هغه شرکت اوس په هند کې په چټکۍ وده کوي.
پلیچا له بي سي سي سره په مرکې کې ویلي "موږ د ۲۰۲۱ کال په جولای کې د Zepto کار پیل کړ"
هغه وايي، د ۲۰۲۳ کال تر پایه "موږ تمه لرو چې دا یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي."
خو پوښتنه دا ده چې څنګه یې په دومره لنډه موده کې بریا ترلاسه کړه؟
دا سفر د کورونا وبا پر مهال پیل شو. پلیچا او د هغه د شرکت شریک بنسټ ایښودونکی کاویالا ویهارا هغه مهال په ممبۍ کې وو او د یوې بریالۍ سوداګرۍ نظر په لټه کې و.
هغه وايي: "کله چې لومړی ځل بندیزونه ولګېدل، د خوړو غوښتنې د یو خوب په څېر وې."
"دا زموږ لپاره یوه لویه ستونزه وه، کله چې موږ له شاوخوا خلکو سره خبرې وکړې، چې ډېری یې زموږ څخه ډېر عمر درلود، نو دا د هغوی لپاره هم لویه ستونزه وه. نو موږ فکر وکړ چې دوی ولې خلکو ته خواړه نه رسوي؟ او بیا مو Zepto جوړ کړ، د خواړو فرمایش لپاره ګړندۍ، معتبره لاره."
هغه څه چې زیپټو له خپلو سیالانو ځانګړی کوي، د دوی ژمنه ده چې وايي په لسو دقیقو کې د خپلو مشتریانو غوښتنې پر ځای کوي. د دوی راز یو شمېر پلورنځي دي.
پليچا وايي"موږ دا ممکنه کوو چې په لسو دقیقو کې د هغو پلورنځیو شبکې په مرسته توکي وپېرو چې موږ په ټول هېواد کې ورسره ملګرتیا کړې."
هغه څرګنده کړه کله چې د زیپتو اپ یو کاروونکی دغه اپ خلاصوي، هلته د ۵۰۰۰ توکو لیست ترلاسه کوي، خو همهاله یې د اپلیکیشن له نژدې پلورنځي سره نښلوي.
نوموړی وايي"دا پلورنځي یوازې د همدې موخې لپاره دي او د دوی دنده دا ده چې د پېرودونکي له پېژندلو څخه نېولې، د غوښتل شویو توکو تر تړلو او معاملې پورې، په نوي ثانیو کې ترسره کېدی شي."
"بیا توکي یوه لېږدونکي کس ته سپارل کیږي چې له پېريدونکي څخه تر دوه کیلو مترو واټن لېرې نه وي."
Zipto اوس مهال د هند په مرکزي ښارونو کې محدود دی او تر زر کارکوونکي لري.
خو پلیچا لا هم د خپلې سوداګرۍ د بریا په اړه محتاط دی.
هغه وايي: "موږ لا هم فکر نه کوو چې بریالي شوي یو." کله مو چې یو ګټور عامه سوداګریز شرکت جوړ کړ، نو تر هغه وروسته به بریا اعلان کړم."
"زما په اند دا خطر دی چې خپل ځان بریالی وګڼم، ځکه موږ ته لا هم ډېر کار شته."
هغه وايي: "زما د شرکت ارزښت ۹۰۰ میلیون ډالر ته رسېدلی، دا خورا ډیرې پیسې دي، او زه لا ۲۰ کلن یم. خو حقیقت دا دی، چې د داسې شرکت ماتېدل ډېر وخت نه نیسي. له همدې امله، د سفر تر بشپړیدو د ناکامۍ وېره شته."