ترکیه او سوریه کې د مړو شمېر له ۲۳ زرو اوښتی؛ مرستندویان "د بل بشري ناورین وېره شته"

د عکس سرچینه، Getty Images
د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې د ترکیې په جنوب او سوریې شمال کې د تېرې دوشنبې ورځې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۳ زرو اوښتی دی. خو ملګري ملتونه وايي د ناورین ریښتینې اندازه لا هم نه ده معلومه.
د ژغورنې نړیواله کمېټه وایې په سوریه کې زلزله ځپلې سیمې بل بشري ناورین ته نږدې شوې.
ملګري ملتونه وایي د سوریې حکومت د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د بشري مرستو لیږلو ته اجازه ورکړې.
ژغورونکي د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې دي، خو له لومړۍ زلزلې څلور ورځې وروسته هیلې ورو ورو کمرنګه کېږي.
لسگونو زرو کسانو چې د زلزلې له امله یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي څلورمه سړه شپه په موقتي سرپناه ځایونو کې تېره کړې ده.
د موټرو کمښت، لوجیستیکي خنډونو او د سړکونو خرابوالي هم ځپل شویو سیمو کې د ۱۰۰ زره یا تر دې د ډېرو مرستندویانو هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا د پېړۍ تر ټولو ستر ناورین بللی.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل خوا د نړیوالو بشردوستانه مرستو د راټولو لړۍ روانه ده.
نړیوال بانک پنجشنبه ترکیې سره سملاسي د بنسټیزو زېربناو د رغولو مالي تامین او د اغېزمنو شویو خلکو د ملاتړ په ګډون د ۱ اعشاریه ۷۸ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی چې د ناورین بشپړ اړخونه کرار کرار رابرسېره کېږي، په ځانګړې توګه سوریه کې چې د څو کلونو کورنۍ جګړې پکې وار له مخه هر څه تباه کړي.
د ترکیې او سوریې لروبر لسګونه زره کسانو چې زلزلې یې کورونه نړولي، څلورمه شپه سړه هوا کې تر لنډمهاله سرپناو لاندې تېره کړه.
د ترکیې سویل ختیځ کې یوه کورنۍ چې زلزلې یې کور نړولی او اوس یې یوه سپورتي کمپلکس اړولي، وایي مرستندویان له زلزلې درې ورځې وروسته هم نه دي ور رسېدلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوی بي بي سي ته ویلي ډېر خلک تر ویجاړیو لاندې ایسار پاتې دي او ډېر نور له سړو مړه کېږي.
له دې سره هممهاله د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که مرستندویان "ډېر ژر" سرپنا، خوړو، اوبو او درملو ته لاسرسی ونه مومي، نو د دویم بشري ناورین احتمال ډېر دي.





















