تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند څرنګه له چین او پاکستان سره د مقابلې لپاره خپل پوځ عصري کوي؟
هند د خپلو وسله والو ځواکونو د عصري کولو لپاره ګامونه پورته کړي، چې ویل کېږي د چین او پاکستان پر وړاندې خپل دفاعي حالت پیاوړی کوي.
د ډسمبر پر ۲۴مه د هندي ورځپاڼې 'تیلنګانا ټوډې' کې خپاره شوي راپور ویلي، د پوځ عصري کولو ته بیړنۍ اړتیا ده.
د شمېر له مخې د هند پوځ د نړۍ يو له سترو پوځونو دی چې ټولټال یو اعشاریه څلور ميليونه سرتېري لري.
د جنورۍ په ۲۶مه د هند خبري اژانس اې بي پي نیوز هم راپور ورکړی وو، چې هند د خپل پوځ د عصري کولو لپاره هڅې کوي او په دې وروستیو کې د سي اېن بي سي ټلویزیون هم د هند د مالیې وزیر له قوله ویلي، په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې هند خپله دفاعي بودجه کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راوستی.
په داسې حال کې چې هند له چین او پاکستان سره له زیاتېدونکي کړکېچ سره مخ دی، نو د خپل پوځ عصري کولو ته د یوه اړین ګام په سترګه ګوري.
مهمه دا ده چې د دې نویو هڅو اغیزې به په ټولو دریو دفاعي، لکه ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونو کې لېدل کیږي.
د هند هوايي ځواک وار دمخه د رافیل جنګي الوتکې ترلاسه کړي دي.
د دې ترڅنګ د سوپرسونک، کروز توغندي براهموس او د پرچنډ په نوم سپکې جنګي څرخي الوتکې هم د هند په هوايي ځواک کې شامل شوي دي.
د هند حکومت د خپلو سمندري ځواکونو د عصري کولو لپاره هم په چټکۍ سره کار کوي.
د نوې ستراتیژۍ پر بنسټ، ډیرې جنګي بیړۍ په سمندري ځواک کې ورګډې شوي، چې په کور دننه جوړې شوې جنګي بیړۍ ای اېن اېس ویکرانت او د ای اېن اېس 'واګیر' په ګډون سمندري ځواک ته ور شاملې شوي.
د ټايمز اف انډيا د يوه راپور له مخې، دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په سمندر کې د پاکستان او چين فعاليتونه ډېر شوي دي.
د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ په دې وروستیو کې خپل پام د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو نوښت او نویو ټیکنالوژیو ته اړولی دی.
له تېرو څو کلونو راهیسې په هند کې د یوې واحدې قومندې رامنځته کولو خبرې روانې دي، خو دا چاره هغه وخت چټکه شوه، کله چې په ۲۰۲۰ کال کې جنرال بپین راوت د سي ډي اېس مشر په توګه وټاکل شو.
د پوځ د واحدې قومندې مفکوره په هند کې نوې نه ده او لومړی ځل یې په ۱۹۹۹ کال کې د کارګیل تر جګړې وروسته وړاندیز شوی وو.
د دفاعي چارو کارپوه متقاعد جنرال پردیپ بالي وايي "چین د هند لپاره د اندېښنې لامل دی او دا اندېښنه به دوام لري، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړه د هیمالیا غرونو ته غځېږي."
له بلې خوا د هند د هوايي ځواک مارشال انیل چوپړا ویلي، د درې واړو ځواکونو عصري کولو ته اړتیا ده چې په سمه توګه یې چارې ترسره شي.