تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تیلو او ګازو شرکت شیل په ۱۱۵ کلونو کې ترټولو ډېره ګټه کړې
د تیلو او ګازو ستر شرکت شیل، پر اوکرایین د روسیې له تېر کال یرغل راهیسې د انرژۍ د بیو له لوړیدو وروسته د ریکارډ په کچه کلنۍ ګټه کړې.
دغه شرکت په ۲۰۲۲ کال کې ۳۹ عشاریه ۹ میلیارد ډالر ګټلي. تېر کال یې ګټه د وړم کال پرتله ټولټال دوه برابره شوې چې په ۱۱۵ کلني تاریخ کې یې تر ټولو لوړه ګټه ده.
د انرژۍ شرکتونو، پر اوکراین له یرغل وروسته د تېلو او ګازو د بیو لوړېدو راهیسې، د ریکارډ په کچه عاید تر لاسه کړي. دغه لوړ عاید له امله پر کمپنیو فشار راوړل شوی چې ډېره مالیه ورکړي ځکه کورنۍ لوړ بېلونه پرې کوي.
د بریتانیا حکومت مخالفو ګوندونو ویلي، د شېل شرکت ګټه له حده ډېره لوړه ده او حکومت د انرژۍ شرکتونه پر خپل سر پریښي وو چې بیې لوړې کړي.
دوی د دې غوښتنه هم وکړه چې د اپریل میاشت د انرژۍ د بيو پلان شوی لوړوالی دې هم ختم کړل شي. ټاکل شوې په بریتانیا کې د تیلو او ګازو بیې نورې هم لوړې شي.
د انرژۍ بیو لوړوالی د کوویډ بندیزونو له ختمېدو وروسته پیل شو خو تېر کال مارچ د بیو لوړوالی وروسته له هغه چټک شو چې پر اوکرایین روسیې یرغل وکړ.
پر اوکرایین له یرغل وروسته د یو بېرل خام تېلو بیه نږدې ۱۲۸ ډالرو ته ورسېده خو ورسته بېرته ۸۳ ډالرو ته راښکته شوه. د ګازو بیې هم لوړلې شوې وې خو بېرته راولوېدې شوې.
دې حالت د انرژۍ شرکتونو ګټې لوړې کړې خو د کورنیو او سوداګرو لپاره د انرژي بیلونه زیات کړل.
تېر کال د بریتانیا حکومت د تمې خلاف د انرژۍ سکتور کې پر ګټې نوې مالیه وضع کړه.
د دې نوې مالیې موخه دا وه چې د ګاز او برېښنا بیلونو راټیټولو پلان کې د حکومت مرسته وکړي.
د دې اقدام سربېره، شیل ویلي وو چې سږ کال بریتانیا ته مالیه نه ورکوي ځکه اجازه لري د بریتانیا د ګټو پر وړاندې د دغه هېواد په پروژو کې د غیرقانوني لګښتونو او پانګوونو مخه ونیسي.
که څه هم د پنجشنبې پر ورځ شېل ویلي چې د یادې مالیې له مخې باید بریتانیا ته د ۲۰۲۲ کال لپاره ۱۳۴ میلیونه ډالر مالیه ورکړي او تمه کېږي چې د ۲۰۲۳ کال لپاره باید ۵۰۰ میلیونه ډالر د بریتانیا حکومت ته مالیه ورکړي.