د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر: افغانستان کې د مرستو لپاره د ښځينه کارمنانو شته والی اړین دی

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارتین ګریفتس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او هلته یې له طالب چارواکو سره کتلي دي.

په دغه پلاوي کې له ښاغلي ګریفتس سره د "پاملرنې" نړیوال بنسټ عمومي منشي سوفیا سپرېچمن، د ماشومانو نړیوال صندوق یا (یونسیف) اجراییه مشر عمر عبدي، او د سیف د چلډرن موسسې مشره جانتي سوریپتو هم ګډون لري.

د طالبانو په ارګ پاڼه کې یو لړ ټویټونو کې راغلي، ښاغلي ګریفټس د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې بهرنیو انجیو ګانو کې د ښځینه کارمنانو پر شتون ټینګار کړی او ویلي یې دي "ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارمنانو شتون یوه اړتیا ده."

نوموړي له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د طالبان د حکومت لخوا په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز به په افغانستان کې د بشري مرستو پر هڅو جدي اغیز وکړي.

په دغو ټویټونو کې همدا راز راغلي چې، ښاغلي حنفي د ملګرو ملتونو د مشر د خبرو په غبرګون کې ویلي: "ښځه په اسلام کې له ځانګرو حقونو او ارزښت برخمنه ده او هیله من یم دې برخه کې رامنځته شوي مسایل په تفاهم حل شي."

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره هم کتلي دي.

د دغه وزارت یو ویاند ضیا احمد تکل وایي، دغه لیدنه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د ۴،۶ میلیارده ډالرو د راجلبولو ډاډ ورکړی .

ملګرو ملتونو خپله د دغو شمېرو په اړه څه نه دي ویلي.

د نوموړي په وینا دغه مرستې به پر ۲۸ میلیونه افغانانو به ویشل کېږي.

ښاغلي مارټین ګریفټس په تېر کې هم د ښځو پر کار بندیز غندلی و.

هغه بي بي سي ته ویلي و، چې که طالبان پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونو ته دوام ورکړي، ښايي په افغانستان کې بشردوستانه مرستې ناممکنې شي.

خو ښاغلی ګرفېتس ویلي و، ملګري ملتونه به هره هڅه کوي چې دې بندیز سره سره چارې پرمخ یوسي.

نوموړې ویلي و "زموږ په بشردوستانه ادارو کې له ښځینه کارکوونکو پرته، موږ ټولې، نادولتي موسسې، ملګري ملتونه او نورې ادارې، نشو کولای هغه دندې پرمخ یوسو چې له امله یې موږ هلته یوو. موږ په افغانستان کې د اتلس میلیونه خلک لپاره حضور لرو. دا په نړۍ کې د بشر دوستانه مرستو تر ټولو لوی پروګرام دی. نو په دې توګه، دا د هغو چارو ترسره کولو لپاره زموږ پر وړتیا لوی ګوزار دی چې په ذهن کې یې لرو. "

د طالبانو له خوا پر ښځو د کار بندیز وروسته یو شمېر بهرنیو انجیو ګانو افغانستان کې خپل فعالیت ځنډولی چې له هغې ډلې څو ورځې وړاندې "سېف د چلډرن" او "پاملرنې" په نامه نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو د یو شمېر ښځينه کارمنانو د بېرت راګرځېدو وروسته ځینو برخو کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

دا بندیزونه داسې حال کې لګول کېږي چې افغانستان کې ژمی په سختېدو او بې وزلي ورځ تر بلې زیاتېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان نژدې ۹۷ سلنه وګړي له بې وزلۍ سره مخ دي، دوه پر دریمه برخه وګړي یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس نیوي ته اړتیا لري او شل ملیونه خلک له لوږې کړیږي.