د نقیب الله مسید د وژنې دوسیه؛ محکمې د راو انوار په ګډون ټولو تورنو ته برات ورکړ؛ وارثینو د محکمې پرېکړه ننګولې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې د ترهګرۍ خلاف محکمې د قبایلي پښتون ځوان نقیب الله مسید (مسعود) پر وژنه تورن د ځایې پولیسو یو مشر راو انوار او په دې قضیه کې ۱۵ نور تورن بري اعلان کړل.

محکمې په خپل لنډ بیان کې ویلي "دا ثابتیږي چې دا د انسان تښتونې او پولیسو تر منځ د اخ و ډب یا جنګ له کبله رامنځته شوې پېښه وه، خو داسې هېڅ شواهد نشته چې د پېښې په ځای کې دې د تورنو کسانو موجودیت یا په دې پېښه کې ښکیلتیا ثابته کړي."

له سیمې د بي بي سي خبریال وایې په دې پېښه کې د راو انوار تر څنګ ټول ټال ۲۲ پولیس ښکیل بلل کېدل چې محکمې ۱۵ بري اعلان کړي. محکمې ویلي، د ۷ تښتېدلو تورنو کسانو په اړه به پرېکړه د هغوی له نیونې وروسته وکړي.

دا پېښه پنځه کاله مخکې رامنځته شوې او د ۲۰۱۸م کال مارچ په ۲۵مه په ۲۲ کسانو د نقیب الله مسید د وژنې په تور دوسیه ثبت شوه چې محکمې یې په اړه وروستۍ پرېکړه نن دوشنبه وکړه.

د منظور پښتین غبرګون

د جنوبي وزیرستان اوسیدونکی نقیب الله مسید او د نوموړي درې ملګري د ۲۰۱۸م کال جنورۍ په ۱۳مه نیټه په کراچۍ کې د پولیسو پر ډزو ووژل شول او هغه مهال د پولیسو ځایې مشر راو انوار ادعا وکړه "وژل شوي کسان د داعش او لشکر جنګوي غړي وو."

د نقیب الله مسید پلار او کورنۍ د پولیسو دا دعوه جعلي وبلله او ټينګار کوي چې نقیب الله مسید او د هغه ملګري له هېڅ کومې سخت دریزې ډلې سره اړیکه نه لرله، د دې دوسیې څيړنې پر مهال هم یوه مسول کس د پولیسو یاده ادعا غلطه بللې وه.

له دې پېښې یو کال وروسته د ترهګرۍ خلاف محکمې هم پر ده د ترهګرۍ اړوند ټول تورونه ناسم وبلل او په وینا یې د ده له کړنو او ټولنیزو رسنیو ښکاري" نقیب الله مسید غوښتل یو موډل واوسي او له هنر سره یې مینه لرله."

غبرګونونه

د یادې دوسیې قاضي د رسمي پرېکړې له اعلان مخکې وویل "دوی د څيړنې له مخې د پېښې په ځای کې د نقیب الله د تښتونې هڅه او وژنه ثابته کړې، مونږ دا هم وایوو چې دی بې ګناه و خو محکمې د قانوني او تخنیکي پړاونو په نظر کې نیولو سره دا ثابته نشوه کړای چې نیول شوې یا تورن کسان دې په دې پېښه کې ښکیل وي."

له دې اعلان وروسته د قضیې یوه وکیل او د قانوني ټیم غړي جبران ناصر ویلي "د نقیب الله مسید کورنۍ به دا پرېکړه د سند په عالي محکمه کې وننګوي" د نقیب الله مسید د کورنۍ دغه وکیل په پاکستان کې په ناعدالتیو هم نېوکه کړې هغه پر ټوېټر لیکلي "له برېښنا نیولې تر انصافه پورې په پاکستان کې هر شی له نابودۍ سره مخ دي."

د برات له اعلان وروسته راو انوار له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي "قاضي له مونږ سره انصاف وکړ، تر څو مې چې بدن کې ساه وي تر هغې به جنګېږم."

هغه په یاده پېښه کې د پولیسو د دفاع ننګه وکړه خو په وینا یې "له ما سره د پېښې په تړاو نا انصافي وشوه، زه د درواغو په یوه قضیه کې تورن وم او د دوراغو قضیه بالاخره خپل انجام ته ورسیده."

د مسید کورنۍ ویلي، نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې د کار لپاره کراچۍ ته ولاړ او په یوه فابریکه کې یې کار کاوه، وروسته یې د کالیو یوه دوکان خلاصولو اراده کړې وه او د دې کار لپاره یې په سهراب ګوټ کې دوکان هم نیولی وو چې په دې پېښه کې ووژل شو.

"د محکمې پرېکړو ځنډ خپله لویه ناانصافي ده"

د راو انوار بې ګناه ګڼلو پرېکړې د ټولنیزو فعالانو تر منځ ګڼ بحثونه او نیوکې هم پارولي، په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو کسانو د پرېکړې په اړه د خواشینۍ څرګندونه کړي او په وینا یې"له پنځه کلن ځنډ وروسته هم د نقیب الله مسید کورنۍ ته انصاف ورنکړل شو."

د ټولنیزو رسنیو دغو کارونکو د محکمې پرېکړه د هیلو خلاف بللي او په وینا یې "په دې دوسیه کې ۵۱ کسانو خپله شاهدي ورکړه، پنځه کاله دا قضیه په محکمو وګرځیده او اخر هم محکمه وایې چې شواهد یې نه دي موندلي!" د هغه په ټکو د قضیې ځنډول د ناانصافۍ پیلامه وه.

د زوی لپاره د انصاف په لټه د نقیب الله مسید پلار محمد خان په ۲۰۱۹م کال کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ چې د کورنۍ غړو په وینا یې هغه د خپل زوی په حق کې د انصاف سخت انتظار کاوه.