د نقیب الله مسید دریم تلین؛ پښتون ژغورنې غورځنګ پر کومه خوا روان دی؟

    • Author, شمایله جعفري
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پر ۱۳ د سیند په مرکز کراچۍ کې سهار "له پولیسو سره جعلي مقابله" کې د سوېلي وزیرستان د څلورو ځوانانو وژل کېدو خبره وشوه.

په وژل شویو کې یو نقیب الله مسید و چې د ځايي پولیسو د مشر راو انوار په خبره، دغه ځوان او نور ملګري یې د پاکستان طالبانو غورځنګ، جنګوي لښکر او داعش په څېر ترهګرو ډلو مرستندوی وو.

خو له دې پېښې کال وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو دا خبر جغلي او نقیب مسید او څلور ملګري یې بې ګنا وبلل.

هغه وخت چې د نقیب الله مسید مړی سوېلي وزیرستان کې پلرني ټاټوبي مکین ته یووړل شو، پر وزیرستان سربېره شاوخوا قبایلو کې هم خپګان او غوسه وښودل شول.

د دې وژنې خلاف مظاهرې مشري د سوېلي وزیرستان ځوان منظور پښتین وکړه، چې لا د مخه یې د مسید ژغورنې غورځنګ په نوم ډله جوړه کړې وه، خو له وزیرستان بهر مشهوره نه وه.

شپږ غوښتنې

د نقیب الله تر وژلو څو ورځې وروسته منظور له څو ملګرو سره له ډېره اسماعیل خان لاریون پیل کړ او څو ورځو کې اسلام اباد ته رسېدو سره یې د پرېس کلب مخ ته پرلت وکړ.

دا پرلت چې لس ورځې روان و، د منظور پښتین مینوال ډېر شول او پاکستان کې پر پخوانیو قبایلي سیمو سربېره د نورو سیمو پښتنو، د انساني حقونو ډلو، مدني ټولنې او په تېره د ورکو کسانو خپلوانو د خپلو ورکو له انځورونو سره دې پرلت کې ګډون وکړ.

لسو ورځو کې منظور پښتین یو کوچنی غورځنګ د پښتنو پر ځواکمن غږ بدل کړ او پښتون ژغورنې غورځنګ نوم یې ور کړ، چې لومړیو کې یې شپږ غوښتنې وکړې او هغو کې د راو انوار نیول، له پخوانیو قبایلي سیمو د باروتو یا مایونونو لرې کول، د پوځي پوستو ختمول، د ورکو پښتنو پیدا کېدل او نور.

لومړیو کې سیاسي او پوځي مشرانو د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې ومنلې، ځینې پوځي مشرانو د دې غورځنګ له مشرانو سره خبرې وکړې او په حکومتي کچه هم ور سره د خبرو لپاره کمېټې جوړې شوې.

د دوی غوښتنې روا او پشتین هم "زبردست شخصیت" وبلل شو، خو ډېر ژر دا هرڅه بدل شول.

له پرلت وروسته د ولسي همدردۍ زیاتېدو سره غورځنګ خپله کړۍ تر ټول هېواد ورسوله.

د پوځ خبرداري

که څه هم د غورځنګ هڅې په امن وې، خو مشرانو یې غونډو کې د قبایلو ډېری مسلې د امنیتي ادارو او پوځ له امله بللې.

څو سترو ښارونو کې جلسې وشوې، خو د بلوچستان غونډو کې پر امنیتي ادارو نیوکو د غورځنګ او پوځ اړیکي بدل کړل.

منظور پښتین له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، د قبایلو د حیثت په ځایولو کولول لپاره سوله ییز کار کوي:

"خو دا چارواکو پورې تړلې چې زموږ سره څنګه چلن کوي، هغو چې پر موږ کوم ظلم کړی، وبه یې مني، موږ به د خپلو وګړو په توګه ومني، هغه به له کلونو راهیسې وینې بهېدل ومني، یا به مو هغه دوسمال کاغذ وبولي لکه چې همداسې یې کارولي یو...؟. "

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا ډول نیکو ته پوځ هم زړه تنګی شو او د ۲۰۱۸ کال اپرېل کې د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور دا غورځنګ د پاکستان بې ټیکاوولو لپاره د دوښمن ایجندا وباله او افغان او هندۍ څارګرې ادارې یې د هغه مالي ملاتړې وبللې او دا یې هم وویل، چې د دې غورځنګ وخت پوره دی.

پاکستان کې پر رسنیو د پي ټي اېم غونډو خپرېدل بند شول او د دې غورځنګ د مشرانو نیول هم پیل او د ترهګرۍ او بلوا قوانینو له مخې یې دوسیې درج شوې، خو څومره چې د غورځنګ خلاف حکومتي هڅې ډېرې شوې هغومره یې مینوال زیات شول.

له پښتونخوا سره قبایلي سیمې یوځایېدل

څو اونۍ وروسته د ۲۰۱۸ کال مۍ پر ۳۱ د پاکستان پارلمان په پرېکند ملاتړ سره قبایلي سیمې له پښتونخوا سره یو ځای کړې چې دې سره پر قبایلي سیمو د برتانوي واک قانون ختم او قبایلو ته هم د هېواد د نورو وګړو په څېر حقونه ورکړل شول.

شنونکي وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ فشار له پښتونخوا سره د قبایلو د یو ځایولو نتیجه شوه. د دې فشار له امله امنیتي اسټبلېشمنټ پر یوه مرکز د مخالفو سیاسي قوتونو د ټولو لپاره خپل اغېز وکاراوه او دې سره د قبایلو پخواني هیله پوره شوه.

خو له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو تر یوځایېدو وروسته ځینې شنونکي وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ محبوبیت کمېږي.

د پېښور پوهنتون پوهاند ډاکټر حسین سهروردي وايي، د منظور پښتین غورځنګ پر څو مهالنیو مسلو او پوښتنو ولاړ و او ټولې غوښتنې یې روا وې:

"اوس پوځ او دولت د دوی غوښتنې او پوښتنې ځواب کړې دي، د داسې غورځنګونو شکایتونه چې ځواب شي، نو خپله له منځه ځي او له پي ټي اېم سره به هم داسې وشي. "

نوموړی دا هم وايي، چې دا غورځنګ پر کومه سیاسي نظریه ولاړ نه دی او ځانګړو حالاتو کې راغلی ټولنیز غورځنګ دی چې څه غوښتنې یې درلودې او چې دا غوښتنې ځواب شي، نو غورځنګ هم له زوره لوېږي.

ډاکټر سهروردي دا هم وايي، چې د بهرني ملاتړ تور هم غورځنګ زیانمن کړی دی او هم خپلمنځي ډلبندي تاوان ور رسولی دی:

"منظور پښتین پر ټاکنیز سیاست باور نه لري، خو علي وزیر او محس داوړ چې ټاکنو کې ګډون کړی د پارلماني سیاست له لارې د خپلو هڅو زیاتولو پلوي دي. چې دې دوو نظریو هم دوی ته تاوان رسولی دی. "

ځوانانو کې محبوبیت

سیاسي شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، پښتون ژغورنې غورځنګ اوس هم پښتنو سیمو په تېره ځوانانو کې مقبولیت لري:

"زه نه پوهېږم چې غورځنګ دې کمزوری شوی وی، اوس هم غونډې کوي، اوس هم ورته دوسیې جوړېږي او نیول کېږي او دا پېښې ښيي چې غورځنګ ژوندی دی او جنګ ځپلوسیمو کې ډېر مینوال لري. "

خو زیاتوي چې د بهرنۍ مرستې تورونو هم دغه مقبولیت ته زیان رسولی دی.

نوموړی وايي، لوېدیځ کې د غورځنګ مظاهرو کې له کرښې پورې غاړه پښتنو ګډون هم د دې بهرني مالي ملاتړ تورونو ته تر یو څه برید وزن ور کړ.

که څه هم ښاغلی یوسفزی وايي، د پوځ تورونه تر یو څه بریده بې بنسټه نه دي، خو زیاتوي چې د دې تورونو لپاره یې کوم ثبوت وړاندې نه کړ او مقابل کې غورځنګ هم وايي، چې د دې تورونو سپیناوي ته تیار دی.

کومې غوښتنې پوره شوې؟

رحیم الله یوسفزی د پښتون ژغورنې غورځنګ د لومړنیو غوښتنو په تړاو زیاتوي چې پخوانیو قبایلي سیمو کې د ماینونو شنډولو کار روان دی، پوځي پوستې کمې شوې او دې سیمو کې پرمختیايي پلانونه هم روان دي، خو لا هم د ورکو پښتنو د پتې لګولو لپاره پرمختګ ته اړتیا ده.

د رحیم الله یوسفزي په اند، پښتون ژغورنې غورځنګ ته پکار دي پر خپلو غوښتنو ودرېږي او که له دې لارې ګرځي او نورو مسلو کې ښکېلږي، نو له ستونزو سره به مخ شي.

د هغه په باور، که غورځنګ د سیاسي ځواک په څېر پراخېدل غواړي، نو د قانون دایره کې پاتېدل ورته پکار دي.