اوکرایین د روسیې هغه ادعا ردوي چې لږ تر لږه ۶ سوه پوځیان یې وژلي

د خپرېدو وخت

اوکرایین د روسیې هغه ادعا "پروپاګند" بللې چې وايي، په یوه برید کې یې سلګونه اوکرایني پوځیان وژلي دي.

مسکو پرته له دې چې څه شواهد وړاندې کړي ادعا کوي چې په ختیځ ښار کراماتورڅک کې یې د "ډله ییزو توغندیو برید" کې تر ۶۰۰ اوکراییني سرتیري وژلي‌.

رپوټونه وايي‌ د روسیې دا کار د نوي کال په شپه د روسيې پر یوې اډې د اوکرایین د برید د هغه غچ ځواب دی چې لسګونه روسي سرتېري یې ووژل.

خو اوس د اوکرایین پوځ وايي‌ دا خبره بې بنسټه ده او حثیثت نه لري.

د اوکرایین د پوځ یوه ویاند سرهي چرواتي بي بي سي ته ویلي: "دا د روسیې د تبلیغاتو یوه بله برخه ده."

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې له ۶۰۰ زیات اوکراییني سرتېري یې پر هغو ودانیو برید کې وژلي چې اوکراییني سرتېري پکې د لنډ مهال لپاره ځای پر ځای شوي وو.

مسکو ویلي، چې له ۱۳۰۰ زیات اوکراییني سرتیري په دوو ودانیو کې ځای پر ځای شوي وو.

بي بي سي د چارواکو له خوا د برید د انځورونو او د ګوګل د سپوږمکۍ او نورو انلاین بڼه خپاره شویو تصویرونو د ورته والي له مخې د دغو دوو سایټونو موقعیت د کراماتوڅک په یو میل واټن کې تایید کړی دی.

دا بریدونه د سرتېرو د روزنې دوو مرکزونو ته نږدې شوي دي، او د دغو مرکزونو شمېرې هم ۲۸ او ۴۷ د هغو لیلیو له شمېرو سره سمون لري چې د روسیې له خوا وړاندې شوي دي.

مسکو وايي، دا ودانۍ د اوکراییني سرتېرو د اوسېدو ځای وو.

خو په هر صورت تر اوسه داسې هېڅ شواهد نشته چې وښيي، دا دوه ودانۍ دې په سخت ډول ویشتل شوي وي او یا دې پکې د روسیې له خوا د اعاد شوي شمېر مرګ ژوبله اوکراییني پوځ ته اوښتې وي.

روسي چارواکي وايي،‌ دا برید په ماکیفکا کې د هغه برید غچ دی چې ۸۹ روسي سرتیري پکې ووژل شول.

اوکرایین په دغه بریدونو کې د لږ تر لږه ۴۰۰ روسي سرتېرو د وژلو ادعا کړې وه، خو اوکرایین دغه شمېر بیا نه و منلی.