امازون اعلان کړی چې ۱۸ زره کسان له دندو لېري کوي

Amazon Fresh store in the US.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د نړۍ تر ټولو لوی شرکت امازون وايي، پام کې لري چې ۱۸ زره کسان له دندو لېری کړي.

دغه شرکت د دغه اقدام لامل د لګښتونه راکمول یاد کړي دي.

امازون شرکت په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۱،۵ میلیونه کسان په دندو ګمارلي دي.

یاد شرکت دا نه ده څرګنده کړې چې د دندو د کمولو په لیست کې یې کوم هېوادونه اغېزمن دي خو ویلي یې دي چې اروپا پکې شامله ده.

د امازون شرکت چارواکي وايي، دغو کسانو ته به د روان کال جنورۍ میاشتې تر ۱۸مې نېټې د دندو پرېښودو په اړه وویل شي.

د امازون شرکت اجرایوی مشر اندي جاسی د دندو په کمولو کې "بې ثباته اقتصاد" ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې:" دا کسان په څو کلونو کې په ډېرې چټکۍ ګومارل شوي وو."

ښاغلي جاسی زیاته کړې: "مونږ دغو پرېکړو ته او یا دا چې دغه کار به مو د څومره کسانو ژوند اغېزمن کړي په کمه سترګه نه ګورو."

نوموړي دغه خبرې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وروسته له هغې وکړې چې د دندو د کمولو د دغې پرېکړې په اړه اوازې ګډې شوې وې.

هغه په دې اړه همدار زار ویلي: "هغه شرکتونه چې له ډېرو کلونو راهیسې کار کوي له بېلابېلو پړاوونو تېرېږي، هغوی ښايي هر کال د زیاتو کارمنانو د لرلو ظرفیت و نه لري."

امازون د کورونا وبا پر مهال ښه پلور درلود چې د خلک د خوندیتابه لپاره په کورونو کې پاتې وو او انلاین به یې د اړتیا وړ توکي پېرل.

خو له هغې وروسته یې پلور کم شوی دی.

د میتا په څېر د نړۍ یو شمېر نورو لویو شرکتونو هم وروستیو کې د دندو د کمولو اعلان کړی دی.