د نړۍ ګڼو هېوادونو کې نوی کال ولمانځل شو

د خپرېدو وخت

د اسټرالیا په سېډني ښار کې د ۲۰۲۳ کال هرکلی په اور لوبو پیل شو، چې پرله پسې لس دقیقې روانې وې.

د ختیځې اسټرالیا په ځینو سیمو کې تر نورو مخکې نوی کال لمانځل شوی. د سیډني هاربر کې بیا د اور لوبې مشهورې نندارې جوړې شوې دي.

هره خوا له ځمکې هوا ته پټاقۍ وېشتل کېدې او فضا یې په رنګارنګ اور لوبو رنګینه کړې.

وروسته پاریس، لندن، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو کې هم د نوي کال جشنونه جوړ او اورلوبې وشوې.

د نوي کال لمانځونکي د سیډني په مشهور واټ کې راټول شوي وو. دا هغه ځای دی چې تېر دوه کلونه پکې د نوي کال لمانځنې د کورونا وبا له امله ځنډېدلې وې.

دغه راز نوي زیلنډ کې هم د ۲۰۲۳ کال هرکلی په اور لوبو شوی.

د نوي زیلنډ په شمالي جزیرې اکلنډ کې فضا په اور لوبو ښکلې شوې وه. دا په نړۍ کې یو له هغو ستر ښارونو دی چې د نوي کال لمانځنې پکې پیل شوي.

د نړۍ ګڼ هېوادونه لا هم ګړۍ ته منتظر دي چې کال ورسره نوی شي.

خو سږکال د آرام سمندر پر غاړه پروت ټاپو کیریباتی لومړنی ځای شو چې په ځایي وخت د شپې لس بجې یې د نوي کال هرکلی وکړ، چې وروسته بیا نوي زیلنډ په ۱۱ بجو خپل نوی کال اعلان کړ.

د امریکا دوه لېرې پراته کوچني ټاپوګان به وروستي ځایونه وي چې د ۲۰۲۳ کال هرکلی کوي.