د نړۍ ګڼو هېوادونو کې نوی کال ولمانځل شو

د ویډیو تشریح، د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د نوي ۲۰۲۳ کال لمانځلو شېبې
د خپرېدو وخت

د اسټرالیا په سېډني ښار کې د ۲۰۲۳ کال هرکلی په اور لوبو پیل شو، چې پرله پسې لس دقیقې روانې وې.

د ختیځې اسټرالیا په ځینو سیمو کې تر نورو مخکې نوی کال لمانځل شوی. د سیډني هاربر کې بیا د اور لوبې مشهورې نندارې جوړې شوې دي.

Big Ben at midnight

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بېګ بن - لندن
Big Ben at midnight

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د لندن بېګ بن نیمه شپه کې

هره خوا له ځمکې هوا ته پټاقۍ وېشتل کېدې او فضا یې په رنګارنګ اور لوبو رنګینه کړې.

London fireworks
د عکس تشریح، لندن کې اورلوبې

وروسته پاریس، لندن، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو کې هم د نوي کال جشنونه جوړ او اورلوبې وشوې.

Arc de Triumph

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پاریس Arc de Triumph

د نوي کال لمانځونکي د سیډني په مشهور واټ کې راټول شوي وو. دا هغه ځای دی چې تېر دوه کلونه پکې د نوي کال لمانځنې د کورونا وبا له امله ځنډېدلې وې.

Bangkok welcomes the new year

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بنکاک

دغه راز نوي زیلنډ کې هم د ۲۰۲۳ کال هرکلی په اور لوبو شوی.

Hong Kong celebrates the arrival of 2023

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هانګ کانګ

د نوي زیلنډ په شمالي جزیرې اکلنډ کې فضا په اور لوبو ښکلې شوې وه. دا په نړۍ کې یو له هغو ستر ښارونو دی چې د نوي کال لمانځنې پکې پیل شوي.

Fireworks explode over Sydney Opera House

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سیډني ښار اپېرا هاوس پر سر د اورلوبو ننداره

د نړۍ ګڼ هېوادونه لا هم ګړۍ ته منتظر دي چې کال ورسره نوی شي.

Fireworks explode over Sydney

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اورلوبې -د اسټرالیا سیډني ښار

خو سږکال د آرام سمندر پر غاړه پروت ټاپو کیریباتی لومړنی ځای شو چې په ځایي وخت د شپې لس بجې یې د نوي کال هرکلی وکړ، چې وروسته بیا نوي زیلنډ په ۱۱ بجو خپل نوی کال اعلان کړ.

A man wearing novelty 2023 glasses

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا دوه لېرې پراته کوچني ټاپوګان به وروستي ځایونه وي چې د ۲۰۲۳ کال هرکلی کوي.