اوکرایین جګړه؛ کیېف کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

د خپرېدو وخت

د اوکرایین د پلازمېنې کیېف ښاروال ویتالي کلیتشکو وايي،‌ د چارشنبې په سهار د دغه ښار په مرکز کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ښاغلي کلیتشکو ویلي، چاودنې مرکزي سیمه کې شفچنکي فسکي ولسوالۍ ولړزوله او بېړني ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي.

د کیېف والي اولیکسي کولیبا وايي‌، د هوايي‌ دفاع سیسټمونو ته اړتیا ده.

روسیې د اکټوبر میاشت راهیسې څو ځله د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اوکرایین انرژۍ تاسیسات په نښه کړي.

د کیېف ښار د پوځي ادارې مشر سرهي پایکو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، اوکرییني ځواکونو د چارشنبې پر ورځ سهار وختي د ایران جوړې ۱۳ ډرون الوتکې رانسکورې کړي.

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې‌، یوې بې پیلوټه الوتکې د ښار په مرکز کې پر یوې اداري او څلورو نورو استوګنیزو ودانیو بمباري کړې.

خو د ښار د بېړنیو خدمتونو یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې برید کې د مرګ ژوبلې رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

اوکرایین له دې وړاندې پر ایران تور لګولی چې روسیې ته یې د اکټوبر په ۱۷ وژونکو بریدونو کې کارول شوې "کامېکازې ډرون الوتکې" ورکړي دي، چې تهران په پیل کې دا خبره رد کړې وه.

خو وروسته یې ومنله چې، څو میاشتې مخکې یې مسکو ته کم شمېر بې پیلوټه الوتکې ورکړي.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي بیا په ځواب کې وویل چې" دا دروغ دي،‌او ډېرې زیات شمېر ډرون الوتکې کارول کېږي."

د کیېف والي اولیکسي کولیبا ویلي:" د هوايي‌دفاع سیسټم فعال دی،‌ اوس مهمه ده چې پناه او خوندي ځایونکو کې پاتې شو. روسیه زمونږ د هېواد پر وړاندې د انرژۍ ترهګرۍ ته دوام ورکوي خو مونږ ورځ بلې ته پیاوړي کېږي."

روسیې وروستیو میاشتو کې د اوکرایین د انرژۍ شبکه په نښه کړې چې د دغه هېواد د وګړو روحیه کمزورې کړي.

نړیوالو مشرانو ویلي، د ملکي وګړو پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی، خو تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دغو بریدونو دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې، دا د اکټوبر پر اتمه د کریمیا د الحاق سره د روسیې پر پله د چاودنې په غبرګونه کې دي.