تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لوېدیځه غاړه کې درې فلسطینیان له اسرائیلي ځواکونو سره اخ و ډب کې وژل شوي
- Author, ډېوډ ګریتین
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
فلسطیني چارواکي وايي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې اسرائیلي ځواکونو په دوو جلا پېښو کې درې فلسطینیان وژلي دي. دوه وروڼه چې عمرونه یې شاوخوا شل کاله وو، په رمله سیمه کې له اسرائیلي ځواکونو سره د اخ و ډب له رامنځته کېدو وروسته وژل شوي دي.
اسرائیل پوځ وايي، د عملیاتو په ترڅ کې مشکوکو کسانو پر پوځيانو د پټرولي بمونو ګوزارونه وکړل، چې دوی بیا په ځواب کې ډزې کړې دي.
یو بل کس بیا هیبرون سیمه کې هغه مهال ووژل شو، چې د اسرائیلي ځواکونو دوو ګاډو ګزمه کوله. پوځ وايي، د دوی پر سرتېرو د عصري چاودېدونکو توکو ګوزارونه شوي او دوی ځوابي ډزې کړې دي. د یادونې ده، چې اسرائیل نژدې هره شپه په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې چاپې وهې او تالاشئ کوي. تر اوسه په دې سیمه کې نژدې ۱۴۰ فلسطینیان وژل شوي دي، چې ډېری یې د اسرائیلي ځواکونو ډزو له کبله وژل شوي دي.
بل لور د فلسطینیانو د ډزو او چړو بریدونو له کبله ۳۰ اسرائیلیان هم وژل شوي دي. جواد ریماوي او تهفیر ریماوي په هکله فلسطیني سرچینې وايي، بیت الریما کلي کې د خپلوانو لیدو ته تللي وو، هلته اسرائیلي ځواکونو عملیات کول او د سې شنبې پر ورځ دا پېښه رامنځته شوه.
د سرچینې په وینا له هغه وروسته ځايي خلکو پر ځواکونو د پټرولي بمونو او ډبرو ګوزارونه وکړل.
فلسطیني روغتیاي سرچینې وايي، دواړه وروڼه په ټپي حالت کې ځايي روغتون ته لېږدول شوي وو او هلته یې ساه ورکړه. بل لور د دوشنبې پر ورځ د منځني ختیځ سولې بهیر لپاره د ملګرو ملتونو سازمان مرستیال همغږي کوونکي ټور وینییلنډ خبرداری ورکړی چې په سیمه کې کړکېچ یو ځل بیا د اېشېدو کچې ته رسېږي.