کابل کې طالبانو شپږ ښځې او ۱۵ نارینه په دُرو وهلي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، د کابل ښاري محاکمو "لومړنۍ محکمې ۲۱ کسانو ته تعزیري سزا ورکړې."

د طالبانو د سترې محکمې چارواکو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي چې هر یو یې له لسو تر ۳۹ درو وهل شوي دي او ځینو ته یې د بند سزا هم ورکړل شوې.

په سزا وارو خلکو کې ۱۵ یې نارینه او شپږ یې مېرمنې دي. د طالبانو ستره محکمه وايي "دغو خلکو ته د غلا، فسق او فجور، ناروا اړیکو، له کوره تېښتې، شراب څښلو او لواطت په ګناه سزا ورکړل شوې."

د طالبانو د سترې محکمې د جزا دیوان مشر مفتي عتیق الله دروېش له خولې ویل شوي "حدود او تعزیرات د خدای رحمت دی او همدا سزاګانې دي چې ټولنه کې امنیت او سکون راځي".

د طالبانود حکومت ویناپاڼه کې د سزا سیمه کابل ښار دویم زون ښودل شوی.

د طالبانو د سترې محکمې د بهرینو اړیکو مشر عبدالرحیم راشد بي بي سي پښتو ته وویل دا سزاګانې د حدودو له مخې نه دي ورکړل شوي بلکې تعزیري سزاګانې دي چې بڼه او کچه یې د پرېکړه کوونکو قاضیانو له لوري ټاکل کېږي.

هغه وايي "تعزیري سزا هغه ده چې په شریعت کې حد او اندازه نه وي ورته ټاکل شوې او قاضي یا حاکم پاچا مجرم او د هغه جرم ته په کتلو سره سزا ورته ټاکي."

ښاغلی راشد وايي، دغو ټولو ۲۱ تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې.

خو هغه ونه ویل چې ایا تورنو کسانو ته د استیناف غوښتنې موکه ورکړل شوې وه که نه.

نیوکې

یو شمېر دیني عالمان د طالبانو له لوري پر دا ډول سزاګانو له دې امله هم نیوکه کوي چې وايي د سزا پلي کولو کې د اسلام هغه حکم ته پاملرنه نه کیږي چې وايي د انسان درناوی تر هرڅه لومړیتوب لري.

د فقهې او قانون د څانګې يو پخوانی پوهنتوني استاد عبدالسلام انور وايي "د اسلام پیغمبر په ټینګار ویلي، که یوه ذره شک هم په تورن وي، باید حد پرې جاري نشي او تر وسه باید هڅه وشي که څوک له اسلامي شریعته ډاګیزه سرغړونه ونه کړي، باید حدود جاري نشي".

نوموړي وویل، تعزیري سزا د قاضي په خوښه ټاکل کېږي "نو باید سپکوونکې او د تورونو کسانو د بې ابرو کېدو لامل نشي، څه چې د طالبانو محکمې ددغه څه ډېره پروا نه کوي."

د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له لوري افغانستان کې د سزا ګانو ډاګیزه پلي کول او په ځانګړي ډول د مېرمنو په دورو وهل خواشینونکي بللي.

د بشري حقونو ډلې وايي، طالبان له هغو ژمنو په شا کیږي چې واک ته له رسېدو وړاندې یې له نړیوالو ادارو سره په خبرو کې په ټینګار ویل چې بشري حقونو ته ژمن او درناوی یې کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ټوماس نیکولسن په دې وروستیو کې ویلي و، د طالبانو له خوا په "عام محضر کې په دورو د ښځو او سړیو وهلو حيران" کړی.

طالبانو د هغه له څرګندونو وروسته وویل، د لوېدیځ مېشتو ادارو له لوري د شرعي سزاګانو غندل اسلام ته د سپکاوي په مانا ده.