تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان کډواله یو کال وروسته دوبۍ کې د خپلې ښارو لیدو ته تللې
افغانه نجلۍ وروسته له یوه کاله دوبۍ کې له خپلې هغې کورنۍ ښارو سره مخامخ شوه چې له افغانستانه وتلو کې یې له ځان سره دوبۍ ته وړې وه او بیا ترې هلته پاتې شوه.
د یوه افغان کور دغه ښارو (شارو) متحده عرب اماراتو کې د فرانسې سفیر خاویر شاتل وساتله او فرانسې ته کډه شوې افغانه نجلۍ یې اوس لیدو ته وربللې ده.
د یوه کلن بیلتون تنده په هغه وېډیو کې لیدل کیږي چې اتلس کلنه عالیه نومې افغانه په عرب اماراتو کې د فرانسې سفارت دننه له خپلې ښارو سره روغبړ کوي.
ښارو هم د عادت له مخې د هرکلي چغار ورته کوي.
ښارو او عالیه تېر کال اګسټ کې یو ځای له وطنه کډوال شول. پر عالیې د کور ساتلې ښارو دومره ګرانه وه چې نه یې غوښتل افغانستان کې یې پرېږدي.
نوموړې چې له کابله عرب اماراتو ته لاړه، ښارو یې ورسره وه خو چې فرانسې ته کډوالېده د لاس ساتلې دغه مرغۍ ترې هم هلته پاتې شوه.
عالیه وايي زړه خوړینې وه، خو پر دې یې باور نه و چې یوه ورځ به یې دغه کورنۍ مرغۍ بیرته ویني.
د افغان کاله ښارو دوبۍ کې د فرانسې سفیر خاویر شاتل خپل کار ځای کې وساتله او کال وروسته یئ څښتنه عالیه وروغوښته چې سره وګوري.
عالیه وايي" زړه مې په خپلې مرغۍ پسې خوږېده، ځکه دومره راباندې ګرانه وه چې ان د کابل هوايي ډګر کې هغه مهال چې ګڼه ګوڼه وه، خلک په تېښه و، چا خپل ځان نشو سمبالولی خو ما خپله ښارو په غېږ کې ټینګه نیولې او له ځان سره مې یوړه."
نوموړې زیاتوي، نه یې غوښتل ښارو یې یوازې کابل کې پاتې شي. اوس چې له هیواده یې د وتلو له کال ډیر موده کیږي، هیله لري یو ځل بیا وطن کرار او دا ور وګرځي
عالیې د نشنل نیوز خپرونې ته ویلي وطن یې یادیږي خو فرانسه یې د دې لپاره خوښه ده چې امن دی او غواړي هلته زده کړې وکړي.
متحده عرب اماراتو کې د فرانسې سفیر چې هلته یې کاري موده بشپړه شوې، وايي "په زړه کې یې ګرځېده چې حتمي باید ښارو او علیه سره مخ کړي او ورته ډاډ ورکړي چې که دی دغلته نه هم وي، ښارو به سمه ساتل کېږي."
که څه هم فرانسې علیې او کورنۍ ته یې پناه ورکړه خو سفیر وايي د قانون له مخې دا شونتیا نشته چې کډواله افغانه مرغۍ دې تر فرانسې ورسیږي.
عرب اماراتو کې د فرانسې سفیر خاویر شاتل تېر اګست میاشت کې د اکټوبر په پنځمه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې ښارو له اماراتو فرانسې ته په الوتکه کې سفر نه شي کولی خو ژمنه یې کړي وه چې د مرغۍ پالنه به په سمه بڼه کوي.
د دوبۍ د رنګینې ودانۍ دننه پنجره کې اېساره ښارو یوازې د یوې مرغۍ او یوې نجلۍ د داستان برخه نه ده، بلکې دا د هغه افغان وطن کیسه ده چې انسانان څه، آن مرغان یې هم د پردیسۍ درد ګالي.