تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ حکومت یې څه ډول دی او ولې یې هېڅ هېواد په رسمیت نه پېژني؟
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت یو کال پوره شو خو تر اوسه د کوم هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. ټولشموله حکومت جوړول، ښځو ته د کار او زده کړو حق ورکول ځینې هغه شرطونه دي چې نړېوال یې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره یادوي خو د طالبانو مشر وايي د هېڅ هېواد فرمایشونه نه مني.
د ځینو په ګومان که د طالبانو حکومت او نړيوالو ترمنځ اړیکې ښې نه شي نو افغانستان به لا له ننګونو سره مخامخ شي.
د طالبانو حکومت څه ډول دی، په کابینه کې یې ولې یوازې طالبانو ته څوکۍ ورکړل شوې دي؟
له نړېوالو او د تېر حکومت له چارواکو سره د تعامل په اړه څه نظر لري؟ د طالبانو د واکمنۍ د یو کلنۍ په مناسبت مو په دغه رپوټ کې کتنه ورته کړې ده.
شل کاله وروسته طالبان یو ځل بیا افغانستان کې د واک پر ګدۍ کېناستل. د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ نېټه کابل کې ارګ ته ننوتل او د سپتمبر په اومه نېټه یې خپله سرپرسته کابینه او حکومت اعلان کړل
د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د حکومت جوړښت په حیرانوونکي ډول له هغه څه سره په ټکر کې و چې طالبانو ټول ګډونه حکومت باله.
د طالبانو په سرپرسته کابینه کې ټاکل شوي کسان له لویه سره طالب مشران او یا یې جنګي قومندانان دي. شننونکي په دې باور دي چې هېڅوک نه شي کولای چې په حکومت کې د مسلکي کادرونو له لرلو پرته حکومت وکړي. چې داسې ده ایا د طالبانو په کابینه کې یوازې طالبانو ته څوکۍ له نړیوالو او پخوانیو افغان ځواکونو سره د جګړې او مبارزې په بدل کې د یوه امتیاز په توګه ورکړل شوې او که څنګه؟
د چارو شننونکی بشیر عاطف وايي، "زما په ګمان، کله چې لومړیو میاشتو کې د طالبانو تحریک واک ته ورسېد، هڅه یې دا وه چې پر دولتي سیستم حاکمیت ترلاسه کړي، چې اصلي سیاست او اداره د دوی په لاس کې وي او بیا به وروسته په ځينو هغو اړینو برخو کې یو شمېر مسلکي کسانو ته ځای ورکړي چې له دوی پرته یې چلول امکان نه لري. زه په دې باور یم چې ورو ورو به ځينې مسلکي کادرونه په حکومت کې ځای ومومي خو هغوی به یوازې مسلکي کار کوي او سیاست او اداره به حاکم حکومت سره وي."
"حکومت یوازې د یوې ډلې نه بلکې د خلکو حق دی"
د طالبانو دې پرېکړې، چې په کابینه کې یې یوازې طالب او تر ډېره د یوه قوم غړو ته ځای ورکړل شوی، نړېوال مشران او په کور دننه خلک حیران او اندېښمن کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یې په غبرګون کې وویل، "سره له دې چې طالبانو منلې وه چې نوی حکومت به یې هر اړخیزه وي، خو اعلان شوې کابینه کې ټول کسان طالبان او یا له هغوی سره تړلي خلک دي او هېڅ ښځه پکې نه شته. موږ د دغو کسانو د اړیکو او ریکاډ په اړه هم اندېښمن یو. طالبانو لنډمهالې کابینه اعلان کړې او موږ یې کړنو ته په کتو په اړه پرېکړه کوو."
خو د طالبانو لنډمهالې کابینه او سرپرست حکومت دا دی د یوه کال په تېرېدو هم په خپل حال دی. ولې؟ لامل یې څه دی؟
د جمهوریت پرمهال په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی کمال ناصر اصولي یې په اړه وايي، "زه په دې باور یم چې د دوی حکومت تر اوسه سرپرست ځکه دی چې د نظام نوعیت یې تر اوسه نه دی مالوم. اساسي قانون تر اوسه نه شته. ولسي جرګه نه شته، د ولس استازي نه شته. ولس نه ولسمشر یا امیرالمؤمنین یا بل هر نوم چې ورکوي، هغه رایه نه ده اخیستې. نو مشکله ده چې فعلا دوی دولتدارۍ ته یا افغانان ورګډ کړي او یا له سرپرستۍ خپل دولت راوباسي."
ځیني شننونکي په دې باور دي چې د وخت له تېرېدو سره ښايي د طالبانو حکومت او د حکومت کولو بڼه یې بدله شي او داسې کسان، چې له دوی سره یې په تېر کې کومه اړیکه نه وي لرلې خو مسلکي وي، هم په حکومت کې شامل کړي.
ښاغلی عاطف وايي د حکومتوالۍ پر بڼې په دوحه کې ډېر خبرې شوي او ښايي د ځینو ځانګړنو له امله تراوسه د طالبانو حکومت سرپرست پاتی دی.
کارپوهان حکومت یوازې د یوې ډلې نه بلکې د خلکو حق بولي. د ځینو په باور که د تېر یو کال په څېر د طالبانو د حکومت کولو بڼه دوام وکړي نو نه یوازې نړیوال به یې په رسمیت ونه پېژني بلکې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ به هم هېڅکله ازادې نه شي.
"وژنو دې نه خو ځان سره دې څنګ کې نه کېنوو"
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون وايي، طالبانو د دوحې په تړون کې ټولشموله حکومت منلی و خو وروسته ترې انکاري شول.
ښاغلی پښتون زیاتوي، "طالبانو پر دې هوکړه کړې وه، تر هغه چې ټولشموله حکومت جوړېږي، او د لویې جرګې په موجودیت کې د اساسي قانون د تعدیل او تصویب پرېکړه کېږي او د حکومت د طرز او راتلونکو انتخاباتو تاریخ اعلانېږي، د پخواني حکومت د ځينو غړو په ګډون به سرپرست حکومت جوړوي. خو له بده مرغه چې د اګست پر ۱۵ پخوانی ولسمشر ناببره هېواد ترک کړ نو یوه تشه رامنځ ته شوه او طالبانو پایتخت ونیو او د حکومت له اعلانولو سره یې نه د دوحې تړون او نه یې هم همه شمول حکومت جوړولو ته اهمیت ورکړ."
ځیني ګومان کوي چې طالبانو قدرت انحصار کړی او له دوی پرته په کې بل چا ته ونډه نه ورکوي، ایا طالبان به د قدرت انحصار پای ته ورسوي؟ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه بي بي سي ته وویل چې دوی به هغه کسان هېڅکله په نظام کې ورګډ نه کړي چې په تېرو حکومتونو کې یې "فساد" کړی.
دی زیاتوي، "که چیرې داسې کسان بېرته راولو چې تېر کې راغلي نو بیا خو ملت له ځانه بېګانه کوو. دا ملت چې زموږ ملاتړ یې کړی او موږ یې تر دغه ځایه رارسولي یو او راسره و، دا د دې په وجه و چې موږ هغه کسان بېرته صحنې ته رانه ولو چې دلته مسلط وو او یو وار په ناکامۍ کې تجربه شوي دي. که بیا هغه خلک راولو چې فساد ورته عادي و، رشوت ورته عادي و، که غواړئ له هغو بیا نظام جوړ کړو نو نه جوړېږي. دا تمه سمه نه ده. البته د ولس غوښتنې، د ولس نیک خلک او هغه خلک له ځان سره کول چې په فساد کې ښکېل نه وو، په تېرو نظامونو کې مهم کسان نه وو، موږ هڅه کوو چې رایې ولو او زموږ اوسنی تشکیل هم له همداسې خلکو جوړ دی او په دې کې به ان شاءالله پرمتګ کوو."
که څه هم ډېری طالب چارواکي په خپلو ویناو کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بولي خو په حکومت کې د نورو ګډون ردوي.
په کابل کې څه موده وړاندې د دیني عالمانو په لویې غونډې کې د وینا پرمهال د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم وویل چې ټول نظام به د دیني عالمانو په لاس کې وي او له پخوانیو چارواکو سره د نظام شریکول ناشونی کار دی.
ښاغلي اخوندزاده ویلي، "هغه دا عفوه ده چې وژنو دې نه. په تېرو اعمالو باندې محاسبه نه درسره کوو. دا چې تا په څنګ کې راسره کېنوو، یا ته زموږ مسولیت پر غاړه واخلې، پر دې به د شهیدانو د پلرونو او مجاهدینو زړونه ودرزېږي. او بل، دا تجربه شوي دي، احتیاط ورسره کوي."
د هبت الله اخوندزاده او د سراج الدین حقاني د نظر اختلاف
طالب چارواکو څو ځلې له نړېوالو غوښتنه کړې چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او مثبت تعامل ورسره وکړي.
نړېواله ټولنه وايي که طالبان غواړي چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي نو باید ټولشموله حکومت جوړ کړي او ښځو ته د کار او زدکړو حق ورکړي. خو د طالبانو مشر مولوی هبت الله اخواندزاده وايي د هېڅ هېواد فرمایشونه نه مني او هېڅوک دې د حکومت کولو مشورې نه ورکوي.
خو د عالمانو په همدې غونډې کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ټینګار وکړ چې په نظام کې مسلکي او په کار پوهو کسانو ته اړتیا لري او په وینا یې د جمهوریت د مهال وړ کسان هم باید په حکومت کې ګډ کړای شي.
ښاغلي حقاني ویل، "دلته چې د تېرشوي رژيم خلک دي، په کار نه ده چې یو بل ته پیغور سره ورکړو. بیا دا زاړه زخمونه سره تازه کړو. تر دغو خبرو باید تېر شو، د شفقت او ترحم لاس پرې راتېر کړو. موږ تاسې دلته کادرونه او مسلکي خلک لرو. نظام په طریقه باندې کېږي چې د هغوی افکار او ذهن اسلامي او ملي شي. باید موږ تاسې هغه د خپل ځان او ورور غوندې وبولو."
بلخوا د طالبانو د حکومت په اډانه کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون چارواکي وايي د دوی هلو ځلو ښې پایلې لرلې دي.
چارواکي وايي د یاد کمیسیون له لارې ګڼ شمېر افغان شخصیتونه وار دمخه هېواد ته ستانه شوي دي. احمد الله وثیق د دې کمیسیون ویاند دی او وايي، "هره ورځ موږ وینو چې زموږ افغان شخصیتونه خپل وطن ته راځي او دلته د حکومت له لوري یې هرکلی کېږي. دوی دلته پخپل وطن کې ازاد ژوند کوي او موږ په دې باندې ډېر خوشاله یو. د تماس کمیسیون هڅه کوي چې د افغانستان څخه د باندې چې کوم افغان شخصیتونه اوسېږي، ټول خپل وطن ته راشي او له دې نیک فرصت څخه ګټه واخلي."
ځیني د طالبانو حکومت یو ګوندیز بولي او وايي چې یوازې څو کسان په کې د مهمو پرېکړو صلاحیت او واک لري.
دا کسان څوک دي؟ د چارو شننونکی ښاغلی عاطف وايي، "دا چې د طالبانو په حکومت کې تصمیم نیونکی یا نیونکي څوک دي؟ یوه خبره خو واضح ده چې د طالبانو تحریک مشر د ټولو قوتونو او اشخاصو نه بره تصمیم نیونکی شخص دی. بل، یو څو څېرې داسې دي چې په تصمیمونو کې شریکې څېرې ښکاري او داسې څېرې ښکاري چې کېدای شي تر ډېره بریده صلاحیت تر ډېرو لوړو پرېکړو او فیصلو هم ولري. چې ملا برادراخند، سراج الدین حقاني، مولوي عبدالحق، دغه راز د تحریک ویاند ذبیح الله مجاهد، د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په اغېزمنو او تصمیم نیونکو څېرو کې راځي."
طالبان افغانستان ته د امنیت په راوستلو کې څومره بریالي شول؟
په خپله طالبان خپل حکومت او نظام څه ډول تعریفوي؟ دا پوښتنه مو د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد نه وکړه.
دی یې په ځواب کې وايي، "د اسلامي امارت د حکومتدارۍ بڼه اسلامي امارت دی. په امارت کې اصول دا وي چې امیر وي، د هغه نه لاندې حکومت نوره اډانه تشکیلوي. د افغانستان د ظروفو اړتیاو په اساس ریاست الوزرا تشکیل شوی دی، قضائیه قوه کاملاً مستقله او با صلاحیته ده او نور اړخونه به هم ډک شي، مثلاً شورا ته اړتیا شته او همدا رنګه د قانون جوړونې پروسې ته. خو دا به په وخت سره ان شاء الله وشي، چې کله ښه اطمنان حاصل شي. اطمنان ورځ په ورځ ډېرې خو افغانان په کور کېدل او ټول سره په یوه ډغر راټولېدلو ته وخت شته. موږ همدې ته امارت وایو او دغه یې بڼه ده."
طالبان دا مني چې د دوی په نظام او حکومت کې نیمګړتیاوې شته خو په وینا یې د دوی حکومت له ډېرو قربانیو وروسته جوړ شوی او دوی به خپل ټول وس وکړي چې په هر ډګر کې بریالي و اوسي. د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد همدا خبره کوي.
دی وايي، "موږ به په په پوره قوت سره، شپه او ورځ دغه کوشش کوو چې دا نظام په هره مانا وساتو، هم په اقتصادي، هم په نظامي او سیاسي میدان کې د سیمې په سطحه یو سیال هېواد شو. الحمدالله ټول ملګري هڅه کوي. ولس ته زه اطمنان ورکوم چې ان شاء الله ستاسې مشران او اوسني حاکمان په دې هڅه کې دي چې افغانستان پرمختګ وکړي."
د طالبانو یوه ترټولو مهمه ژمنه د امنیت ټینګښت و خو په واکمنۍ کې یې تر ټولو ستره خونړۍ او لومړنۍ چاودنه کابل هوايي ډګر ته څېرمه د اګست پر ۲۵ وشوه چې د ۱۳ امریکايانو په ګډون لسګونه ولسي افغانان پکې ووژل شول.
داعش ډلې د برید مسؤلیت ومانه او همدا د طالبانو لپاره د امنيتي ازمېښت پيل و، خو دا وروستی برید نه شو. داعش ډلې په کندز، کندهار او کابل کې ورته نور بریدونه هم وکړل چې د سلګونو ولسي افغانانو ژوند یې ترې واخیست.
داعش ډلې پرطالبانو هم ګڼ بریدونه کړي او د دوی کسان یې وژلي دي. ځیني طالب چارواکي هم دا مني چې هغه سوله او سکون چې دوی یې ژمنه کړې وه، لا نه دي تر لاسه شوي.
"دا بنیاد کوږ دی او په دې عمارت نه جوړېږي"
په افغانستان کې د سولې او امنیت حالت د تېر کال همدې وخت پرتله څومره بدل شوی؟ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، "افغانستان کې د ثبات او سولې حالت د تېر کال دغه وخت سره ډېر توپير لري. مانا ټول شیان لاس ته راغلي دي. امنیت ښه دی. البته وړې وړې ځينې ډلې چې څه کوي، د کنټرول قابل دي. طبعي ده چې حکومت هم نوی دی، افغانستان څلوېښت کاله جګړه تېره کړې، وسله هم هر چا سره شته. دغه حالت قابو کول په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم اسانه نه دی."
په تېر یو کال کې د طالبانو واکمنۍ ته ولسي افغانان په څه نظر ګوري؟
د ځینو نظرونه په دې ډول دي:
"نظام ښه دی ان شاءالله، امنیت ښه دی، فساد پکې نه شته. کاروبار به هم جوړ شي. هغه کش و فش نه شته. پخواني چارواکي به په موټرونو کې راوتل، په ساعتونو ساعتونو به سړکونه ورته بند وو."
یو بل تن بي بي سي ته ویلي، "اوسنی نظام خو ډېر مشکلات لري. زموږ ځوانان لکه ډاکټران، پروفیسران ټول بهر ته روان دي. همه شموله نه دی. ټول ملایان او قاریان پکې ناست دي. په کار نه پوهېږي، خدای دې وکړي چې د پخواني نظام خلک هم پکې شامل کړي."
که څه هم طالب چارواکي وايي چې ولس یې ترڅنګ ولاړ دی، ولسي شاعر مطیع الله تراب بیا د شعر په ژبه طالبانو ته د ولس د پخلا کولو مشوره ورکوي:
"ولس پخلا کړئ، ګورئ داسې حکومت نه جوړېږي
دا بنیاد کوږ دی او په دې عمارت نه جوړېږي
زه بې باوره شوم که تاسې د مورچلې خلکو؟
چغې وهم، نارې مې نه اورئ، دا ولې خلکو؟
ښارو ته راغلئ، په یو بل باندې مو زیری وکړ
لکه د غزونو مو پخپلو ځانو سیوری وکړ
طالبانو د رسمیت پېژندنې کوم شرايط تر اوسه منلي؟
د طالبانو کړنو ته په کتو د دې ډلې په اړه قضاوت هغه څه دي چې نړۍ اوس هم پرې ولاړه ده. طالبانو ته ښکاره پیغام ورکړل شوی چې که غواړې په رسمیت وپېژندل شي، باید ټولګډونی حکومت جوړ کړي، ښځو ته د کار او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي او د افغانستان له خاورې د ترهګرو د فعالیت مخه ونیسي.
بلخوا طالبانو په وار وار ډاډ ورکړی چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو فعالیتونو لپاره وکاروي، په مناسبو شرایطو کې د نجونو زده کړه د ټولنې اړتیا او خپل اوسنی حکومت ټولګډونه بولي.
خو د روان میلادي کال د جولايي پر ۳۱ (زمری ۹) په کابل کې د القاعده پر مشر ایمن الظواهري د امریکايي الوتکې برید داسې یوه تازه پېښه ده چې پر طالبانو یې د نړيوالو دا شکونه لا پياوړي کړي چې ګواکې لا هم دوی له ځينو هغو ډولو سره له نژدې اړیکې پالي چې نړۍ یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني. که څه هم طالبانو په دې اړه ناخبري څرګنده کړې او د پلټنو خبره يې کړې ده.
د یادولو ده چې طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د همدې ډلې د هغه مهال مشر اسامه بن لادن ته پخپله غېږه کې ځای ورکړی و او امریکا ته یې د نه ورسپارلو له کبله دغه هېواد اړ شو چې پر افغانستان برید وکړي او د دوی واکمني نسکوره کړي.
طالبان وايي سرپرست حکومت یې په تېر یو کال یو لړ لاسته راوړنې درلودلې دي او د حکومت پر وړاندې شته ننګونې به د وخت له تېرېدو سره له مینځه لاړې شي. خو دا هم د یادونې ده چې په تېر یو کال کې د طالبانو د حکومت له راتګ سره د افغانستان اقتصاد په کمساري ډول مخ په ځوړ دی چې ورسره د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې، هغه هم په داسې حال کې چې بهرنۍ مرستې اوس نه کېږي، پانګوال افغانستان کې پانګونې ته زړه نا زړه دي او پرمختیايي پروژې د پخوا پرتله کمې شوې دي. د ځینو په ګومان که د د طالبانو او نړيوالو ترمنځ د اړیکو سوړ کنگل مات نه شي نو افغانستان به لا له ننګونو سره مخامخ شي.