تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کډوالې افغان نجلۍ ساتلې مرغۍ د فرانسې سفیر په استوګنځي کې پناه وموندله
د هغې افغانې نجلۍ ساتلې مرغۍ چې له کابله ایستل شوې، اوس په ابوظبۍ کې د فرانسې له سفیر سره 'پناه ' موندلې.
سفیر اکساویر شاتل له هغه وروسته دا جوجي نومې مینا له ځان سره یوړه، چې له متحده عربي اماراتو فرانسې ته روانې کډوالې نجلۍ د مرغۍ لېږدولو اجازه نه ورکول کېده.
دغه مینا اوس د فرانسې سفیر په مېشت ځای کې پالل کېږي او له څو ورځو روزنې وروسته یې د فرانسوي ژبې ''بونجو '' یا هرکله راشئ ویل هم زده کړي دي.
ښاغلي شاتل ژمنه کړې چې جوجي به یوه ورځ له افغانې نجلۍ سره یو ځای کوي.
کابل ته د طالبانو له ننوتو یوه ورځ مخکې د اګست پر ۱۴ مه له کابله د خلکو ایستلو عملیات پیل شول، چې د اګست پر ۳۰ مه د وروستي امریکايي پوځي وتلو تر مهاله له دغه هېواده په الوتکو کې نژدې ۱۲۰ زره کسان وایستل شول.
په فرانسوي الوتکو کې داسې ۲۶۰۰ افغانان له هېواده ووتل، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ و.
ښاغلي شاتل پر ټویټر پاڼه په دې هکله لیکلي، ''الظفره هوايي اډې ته یوه افغانه نجلۍ له یوې غیر عادي جذبې سره راغله. دې د له ځان سره د دې کوچني موجود راوړلو لپاره له کابله مبارزه پیل کړې وه. د امنیتي ملحوظاتو له کبله مرغۍ په الوتکه کې نشي لېږدول کېدای، دې په پټه خوله اوښکې تویولې، زه ورغلم، ژمنه مې وکړه، چې خپل استوګنځي کې به دا مرغۍ پالم، خوراک به ورکوم، دا کولای شي هر وخت یې لیدو ته راشي او بیا یې له ځان سره یوسیي. ''
ښاغلي شاتل د مرغۍ لپاره قفس واخیست، هره ورځ یې بهر ته وړي، چې له نورو مرغانو سره وویني.
دی وايي، جوجي کله نا کله غلې شي یا داسې غږونه کوي، چې موږ یې په مفهوم نه پوهېږو.
مینا مرغان له دې کبله شهرت لري چې د انسانانو د خبرو تقلید وړتیا لري او جوجي ته هم د فرانسوۍ ژبي ورزده کولو کوښښ کېږي، چې پیل یې له 'بونجو ' یا هرکلي ویلو شوی دی.