افراسیاب خټک: د ډاکټر نجیب وژنه کې د پاکستاني پوځ د یو جنرال لاس و

پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا پخواني غړي افراسیاب خټک ادعا کړې چې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله د طالبانو د یوې داسې ډلې لخوا وژل شوی و چې مشري یې د پاکستاني پوځ یوه جنرال کوله.
ښاغلي خټک د ډاکټر نجیب الله د وژنې د ۲۶م تلین په مناسبت یوه تازه ویډیو کې ویلي، د طالبانو دا ډله ۲۶ کاله مخکې د سپتمبر پر ۲۷ شپه کابل ته ننوتله او ډاکتر نجیب الله یې له خپل ورور جنرال شاه پور احمدزي سره یو ځای وواژه.
د یادونې ده، چې له ننه ۲۶ کاله مخکې د افغانستان پخوانی ولسمشر نجیب الله د ۱۹۹۶ کال سپتمبر د ۲۶ او ۲۷ مې نېټې تر منځ پلازمېنه کابل کې داسې حال کې ووژل شو، چې د ملګرو ملتونو په ځايي دفتر کې یې پناه اخیستې وه.
ښاغلي خټک د خپلې ادعا لپاره د کوم ثبوت یادونه نه ده کړې، خو په وینا یې طالبانو د یوه هېواد او یوه ملت په توګه د افغانستان او افغانانو له منځه وړلو لپاره هغه مهال د افغانستان بیرغ بدلولو، پر نوروز بندیزو، د بودا مجسمې ورانولو، راډيو افغانستان نوم بدلون او ډاکتر نجیب الله وژنې په ګډون ځینې اقدامات وکړل.
ښاغلی خټک د ډاکتر نجیب وژنه پر 'افغانستان او افغانیت ' یو ګوزار بولي، چې په وینا یې له هغې پېښې وروسته طالبانو د نړۍ له ګوټ ګوټه ترهګر افغانستان ته راوستل.
ځینو تاریخي حوالو کې راغلي چې د طالبانو ترمنځ له ډاکټر نجیب الله سره پر چلند اختلاف و او د طالبانو قومندان ملا بورجان چې پر کابل د برید په لومړۍ کرښه کې ووژل شو، غوښتل د هغه څه مخنیوی وکړي چې له ډاکترنجیب سره پېښ شول.
د یادونې ده، چې د ۱۹۹۲ کال په اپریل کې وسله والو ملېشو په داسې حال کې کابل هوايي ډګر ته د ډاکتر نجیب الله مخه ونیوه، چې نوموړی د سولې خبرو لړ کې د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي سره لیدو ته روان و.

له هغه وروسته ډاکتر نجیب الله د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخیسته او د وژل کېدو تر مهاله همالته پاتې شو.
په افغانستان کې دننه او بهر د ډاکټر نجیب الله د پلویانو او مخالفینو کمی نشته. پلویان یې هغه د افغانستان یو 'وطن دوست' او خواخوږی ولسمشر بولي، خو مخالفین یې بیا تور لګوي چې نوموړي تر ولسمشرۍ مخکې د ګڼو بېګناه افغانانو په وژنه کې لاس درلود.
له دې متضاو نظرونو سره سره د افغانستان د دې پخواني ولسمشر د وژنې تلین نږدې هر کال په ګڼو هېوادونو کې د هغه د پلویانو لخوا لمانځل کېږي.



















