هغه کسان نیول شوي چې په شخصي الوتکو کې یې د دیپلوماتانو په نامه کډوال اروپا ته لېږدول

کډوالو ته د دیپلوماتانو جعلي اسناد ورکول کېدل او په شخصي الوتکو کې اروپا ته لېږدول کېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کډوالو ته د دیپلوماتانو جعلي اسناد ورکول کېدل او په شخصي الوتکو کې اروپا ته لېږدول کېدل. ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت

ایټالیا کې پولیس وايي، هغه پنځه کسان یې نیولي چې لوېدیځې اروپا ته یې په شخصي الوتکو کې کډوال لېږدول. دې کسانو به د کډوالو لپاره د کیربین سنټ کیټس او نیویس سیمو جعلي دیپلوماتیک اسناد چمتو کول.

رسماً کیربین ته پر لار شخصي الوتکو به کډوال له ترکیې اخیستل، په لار کې به یې په یوه اروپايي هوايي ډګر کوزول او هلته به کډوالو اصلي هویت څرګنداوه او د پناه غوښتنه به یې کوله.

پولیس وايي، د دوی باور دا دی چې د قاچاقبرو دې ډلې به د یوه کډوال لېږدولو بدل کې ۱۰ زره یورو اخیستې. په دې لړ کې پنځه مشکوک کسان له روم او بروکسله نیول شوي دي او دوه نور لا هم فراریان دي.

د پولیسو ځايي مشر کستانتینو سکودیري له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې وايي، نیول شويو کسانو کې یو ایټالوی، درې مصریان نارینه او یوه تونسۍ ښځه شامل دي.

پر نیول شویو مشکوکو کسانو تور دی، چې غیر قانوني کډوالۍ ته د هڅونې لامل شوي دي.

د دې موضوع په هکله پلټنو کې له ایټالوي پولیسو سره د بلجیم، جرمني، اتریش، فرانسې، اروپايي ټولنې او امریکا متحدو ایالتونو امنیتي ادارو هم همکاري کړې ده.

مسوولینو د ۲۰۲۰ کال اکتوبر او دسمبر میاشتو تر منځ په ایټالیا، جرمني، فرانسه، اتریش او بلجیم کې د دې ډول پنځو الوتکو کېناستو پېښو اسناد څېړلي دي.

بلجیم کې بیا چارواکو پر دوو شخصي الوتکو په دې قضیه کې د ښکېلتیا له کبله د ۴۲۶ زره یورو جریمه هم. لګولې ده.