ايکوادور کې خونړۍ چاودنه؛ حکومت جرمي ډلو لخوا د "جګړې اعلان" بللی

Police officers collect evidence to clarify the cause of the explosion recorded on Tenth Street, between H and I, Cristo del Consuelo neighbourhood on August 14, 2022 in Guayaquil, Ecuador.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د ایکوادور دویم ستر بندري ښار ګوایاکیل کې چاودنې لږ تر لږه ۵ کسان وژلي او ۲۶ ټپي کړي دي.

حکومت دا مرګونې چاودنه د سازمان شویو جرمونو برخه او ورانکاره ډلو لخوا حکومت خلاف د جګړې اعلان بللی.

ګوایاکیل د ایکوادرو تر ټولو ګڼ مېشتی ښار او د دغه هېواد مهم سوداګریز مرکز ګڼل کېږي.

خو د دغه ښار اندیان سیمه کې چې له ګاونډیو پېرو او کولمبیا د کوکائینو د قاچاق لار ده، په دې وروستیو کې وژنې او جرمونه پام وړ زیات شوي دي.

دغو جرمونو حکومت اړ کړی چې ګوایاکیل کې بېړنی حالت اعلان کړي.

دا له تېر اکتوبر راهیسې څلورم ځل دی چې ایکوادور کې د جرمي ډلو د اړوند تاوتریخوالي له کبله بېړنی حالت اعلانېږي.

د چارواکو په وینا د یکشنبې ورځې دې خونړۍ چاودنه کې ۸ کورونه او ۲ موټرونه ویجاړ شوي دي.

د پېښې ځای په تصویرونو کې ښکاري چې د کورونو د مخې دیوالونه نړېدلي او موټرونو ته سخت زیان اوښتی.‌

چارواکو ویلي داسې ښکاري چې دې چاودنه کې اېکوادور کې د یوې فعالې ورانکاره ډلې 'لاس تیګوېرونس' اړوند کسان په نښه شوي دي.

د ایکوادور کورنیو چارو وزیر پاتریک کاریلو پر خپل ټویټر لیکلي "د سازمان شویو جرمنو کرایي کښو، چې له اوږد مهاله د اقتصاد ستونزو لامل ګرځېدلي، او د چاودنو په وسیله بریدونو ته مخه کړې. دا د دولت خلاف د جګړې اعلان دی."

Police officers collect evidence to clarify the cause of the explosion recorded on Tenth Street, between H and I, Cristo del Consuelo neighbourhood on August 14, 2022 in Guayaquil, Ecuador

د عکس سرچینه، Getty Images

ګوایاکیل کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې او وخت ناوخت پکې د سیالیو ډلو لخوا په ډېره بېرحمې د یو او بل د وژل شویو غړو مړي موندل کېږي.

د ۲۰۲۱ کال له فبرورۍ د دغه ښار زندانونو کې هم د نښتو او زور زیاتي شپږو جلا پېښو کې نږدې ۴۰۰ بندیان وژل شوي.

د ګوایاکیل ښاروالې د یکشنبې ورځې له چاودنې وروسته ولسمشر ته یوه لیک کې لیکلي: "جرمي ډلې د اېکوادو د حکومت دننه پر بل حکومت اوښتې دي. موږ د دې شاهدان یو چې خلک له پلونو ځړول شوي، پر موټرسایکلونو وژل شوي، سوداګریزو بازارونو او د ښوونځیو بسونو کې عزت لوټل شوی. نور څه ته اړتیا ده چې د ځان دفاع وکړو؟"

ګوایاکیل د جرمونو له کبله د ناامنیو ښارونو لیست کې هم حساب شوی.