روسیې امریکا لخوا د دوی د اټومي وسلو څار وځنډاوه

Russian RS-24 Yars strategic nuclear missile, at Teykovo base, 23 Sep 11

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د روسیې یو (ار اېس-۲۴ یارز) ستراتېژیک اټومي توغندی
د خپرېدو وخت

روسیې د امریکا لخوا د دوی د ستراتېژیکو اټومي وسلو د تاسیساتو څار په "لنډمهاله" ډول ځنډولی دی.

مسکو او واشنګټن د "نیو سټارټ" په نوم د وسلو کنټرول تړون له مخې اجازه لري چې د یو بل ستراتېژیکې وسلې وڅاري او په دې توګه یې له نه پراخېدو ډاډمن شي.

خو اوس د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي امریکا غوښتل له دغه تړون ګټه واخلي، په داسې حال کې چې دوی یې خپله خاوره کې د څار له حقه بې برخې کړي دي.‌

د امریکا لخوا د اوکرایین جګړې غبرګون کې پر روسیې لګېدلو بندیزونو د دغو هېوادونو ترمنځ حالات بدل کړي دي.

د وسلو د کنټرول "نیو سټارټ" تړون په ۲۰۲۱ کال کې وغځول شو.

دا د سړې جګړې دغو سیالانو ترمنځ د وسلو کمولو اړوند وروستۍ پاتې تړون دی.

نیو سټارټ د دې لپاره شوی چې د اټومي جګړې د خطر مخه ونیول شي.

دې تړون کې هوکړه پر دې شوې چې امریکا او روسیه هر یو یوازې ۱۵۵۰ اوږد واټنه اټومي سروکې (سرګلولې) ساتلی شي.

دغه تړون په ۲۰۲۶ کال کې پاي مومي.

مسکو دا ګام داسې مهال اخیستی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن یوه اوونۍ وړاندې وویل چمتو دی له خپل روسي همپوړي ولادیمیر پوتین سره د اټومي وسلو په نوي تړون کار وکړي.

ر

د عکس سرچینه، DIMA KOROTAYEV/AFP/GETTY IMAGES

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي د دغه تړون شرایط دا اجازه ورکوي چې "استثنايي حالاتو" کې وځنډول شي.

دغه وزارت امریکا تورنه کړې چې د نورمالو هوايي ارتباطاتو د ځنډولو په څېر "موجود واقعیتونه" له پامه غورځوي.

تېره فبرورۍ پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د مسکو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.

په دې منځ کې ان دا خبرداري هم ورکړ شوي چې دا یرغل او کړکېچ دریمې نړیوالې جګړې ته لار پرانیستی شي.