تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ژورنالیزم ۲۱ کلنه محصله هند کې د خپل کلي ملکه وټاکل شوه
لکشیکا داګر ۲۱ کلنه ده او دا د عمر داسې پړاو دی چې ډېر خلک پکې د خپلې راتلونکې او په دې فکر کوي چې په ژوند کې څه وکړي. خو لکشیکا خپل لومړي منزل ته رسېدلې.
هغه دهند د مدهیا پردیش په اوجین ولسوالۍ کې د چنتامان - جواسیا ګرام کلي ملکه وټاکل شوه.
لکشیکا باور لري چې دا لاره به د هغې لپاره دومره اسانه نه وي. هغه غواړي چې له خپلو خلکو سره کړې ژمنې او د خلکو هیلې پوره کړي.
له بي بي سي سره په خبرو کې لکشیکا وویل چې د خپل کم عمر له امله دې مسوولیت ته اندېښمنه ده خو هڅه به وکړي چې د ټولو په همکارۍ خپلو موخو ته ورسېږي.
د یادولو وړ ده چې دا مهال په مدهیا پردیش کې د ملک یا ملکې ټاکل په دریو پړاونو کې ترسره کېږي او لکشیکا د ټاکنو په لومړي پړاو کې دا بریا ترلاسه کړې.
لکشیکا په یوه سیمه ییز رسني کې کار کوي او په راډیو کې یې د خپرونې کوربتوب کړی دی.
د چنتامان جواسیا ګرام کلی د اجین ښار څخه شاوخوا ۱۰ کیلومتره کې لېری دی او ۳۲۶۵ اوسېدونکي لري.
د سرپنچ ټاکنو کې لکشیکا د ۴۸۷ رایو په ګټلو بریالۍ شوې ده.
د لکشیکا نیکه هم د کلي ملک و. د دې تره یو ټولنیز کارکوونکی دی.
لکشیکا د خپلې بریا ویاړ خپلې کورنۍ ته وربښي، چې دې ته ورنه د خبرو او سیاست کولو آزادي په میراث پاتې ده او دا یې د یوې رهبرې په توګه روزلې ده.
لکشیکا، چې په اجین کې د یوې سیمه ییز رسنۍ لپاره د ویاندې په توګه کار کوي وايي، ستونزې په سمه توګه حل کېدی شي.
کله چې د نوموړې د کلي جرګه کې ښځو ته یوه څوکۍ ځانګړې شوه، کورنۍ یې فکر وکړ چې باید یوه ښځه مشره وټاکل شي چې دا ستونزې حل کړي.
له همدې سره یې لکشیکا وهڅوله چې د کلي ملکه شي.
له دې سره ۷ ښځې ټاکنو ته ودرېدې او په ټولو کې لکشیکا وړه وه.
د پام وړ خبره دا ده چې نږدې ټول کلی د لکشیکا په بریا خوښ دی.
کلیوال په دې باور دي چې د کلي یوه لوستې ځوانه نجلۍ کولای شي په اسانۍ سره د کلي ستونزې هوارې کړي.
لکشیکا اوس مهال د هند اجین کې د مسلکي مطالعاتو د انسټيټیوټ محصله ده.
بریا ته څنګهلار هواره کړو
د ټاکنو د ګټلو لپاره، لکشیکا لومړی په کلي کې له ټولو سره ولیدل.
دوی پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې، چې د دې په خبره باید ورته لومړیتوب ورکړل شي.
د کلي لویه ستونزه د څښاک اوبه دي او پاکو اوبو ته لاسرسی جدي ستونزه ده.
لکشیکا په کلي کې د برېښنايي حکومتوالۍ د سیستم راوستلو هیله لري، چې په ترڅ کې به یې په شخصي توګه د هرې پروژې څارنه کوي، ترڅو د خلکو کارونه په خپل وخت بشپړ شي.
نوموړې وویل: "موږ به هڅه وکړو چې د خلکو غوښتنو ته پام وکړو."
لکشیکا وايي هڅه به وکړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د کلي هره ستونزه هواره کړي، څو وکولای شي ښه بېلګه جوړه کړي.
له بلې خوا د لکشیکا تره وايي، دی هیله من دی چې ورېره به یې د خپل کار او خدمت له لارې په کلي ښه نوم او شهرت ترلاسه کړي.
هغه وويل، "لکشيکا په کلي کې د بدلون په راوستو کار کوي او دې چارې سرته رسولو لپاره ځان چمتو کوي، خامخا به بريالی شي".