د سوریې ډاکټر چې اوکرايين کې یې د خلکو ژوند ژغورلو ته ملا تړلې

د خپرېدو وخت

ډاکټر منذر یزجي وايي: "زما د مېرمنې او ماشومانو لپاره دا ډېره وېروونکې ده. ما خپل ډېر ملګري او همکاران له لاسه ورکړي دي، زه نېکمرغه یم چې ژوندی یم."

ډاکټر یزجي د جګړې ډېر ډګرونه او ناورینونه لیدلي دي.

هغه اووه ماشومان لري او لور یې میندواره ده او دا به د ده لومړی لمسی وي خو د ډاکټر یازجي ذهن له کوره لرې د نورو په غم کې ډوب دی.

هغه بي بي سي ته وویل:"ما خپلې کورنۍ ته وویل چې زه نه شم کړی دلته ټکساس کې پاتې شم او هغه څه چې زما په همکارانو اوکرایین کې تېرېږي د هغه تماشا وکړم. د یوه ډاکټر او سوریايي په توګه دا زما دنده ده."

د روسیې یرغل د لویو ګډوډیو لامل شوې.

ملګري ملتونه وايي، اوکرایین کې له ۱۲ میلیونو ډېر خلک بې ځایه شوي چې له دې ډلې ۵،۸ میلیونه یې نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

ډاکټر یزجي پرېکړه وکړه چې مخالف لوري ته حرکت وکړي او د اوکرایین په ځپل شویو ښارونو کې مشورې، مرستې او چوپړ ترسره کړي.

دا چې د جګړې په سیمه کې یو ډاکټر له کومو ننګونو سره مخامخ کېږي؟ په سوریه کې د ښاغلي یزجي پخوانیو تجربو ورسره مرسته کړې؟ او دې دواړو ښاغلی یزجي په اوکرایین کې کار کولو ته څومره چمتو کړی؟ ده دا ځوابونه له بي بي سي سره شریک کړي دي.

تاریخ تکرارېږي

"داسې ښکاري چې دلته تاریخ تکرارېږي. د اوکرایین خلک له هغه هالته تېرېږي چې په سوریایانو تېر شوي."

ډاکټر یزجي خپلې طبي زده کړې په سوریه او بریتانیا کې کړې دي.

هغه په ۱۹۹۸ کال کې د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ او له څو کلونو وروسته ناورین ځپلو سيمو کې مامور شو.

کله چې سوریه په جګړه کې ښکېل شوه، د هغه کار تر ډېره شخصي بڼه خپله کړه.

هغه په ۲۰۱۲ کال کې د روغتیايي پاملرنې او ژغورنې ټولنه (UOSSM) جوړه کړه او سوریه کې د کورنۍ جګړې په مهال له ۳۰ ډېر روغتیايي پروګرامونه ترسره کړل.

ډاکټر یزجي وايي، غواړي هغه قسم پر ځای کړي چې د ډاکټر کېدو پر مهال یې کړی و.

ډاکټران د طبي زدکړو پای ته رسولو سره لوړه کوي چې توکم ته له پام پرته به له اړمنو خلکو سره مرسته کوي.

دې ژمنې ښاغلی یزجی اړ کړ چې د جګړې پرمهال درې ځلې اوکرایین ته لاړ شي.

دی وايي: "موږ باید د نړۍ په هره برخه کې د تېري پروړاندې له مبارزې وېره ونه کړو. که موږ دا ونه کړو، څوک به یې وکړي؟"

هغه پوهېږي چې د بې رحمه بمبارۍ لاندې د ناروغانو درملنه کول څه ډول وي.د ده په وينا: "کله چې ما په سوریه کې کار کاوه د روغتون په دويم پوړ کې راکټ ولګېد. ما د سټلایټ له لارې خپلې مېرمنې ته زنګ وواهه او هغې ته مې وویل چې راته ګرانه یې، هیله ده زمونږ د ماشومانو خیال ساته. "

له ښه مرغه دا وروستۍ خدای پاماني نه وه. نوموړي وکړای شول بېرته امریکا کې خپل کور ته لاړ شي.

د جګړې په دې نوي ډول کې، لرې واټن ویشتونکي توغندي، ډرون او بالستیک توغندی کارول کېږي او دا په دې مانا ده، هغه کسان چې د جګړې له لومړۍ کرښې لرې هم وي، خوندي نه دي.

ډاکټر یزجي په دې پوهېده، هر څومره ډېر د جګړې سیمو ته لاړ شي هغومره ډېر به د مرګ او ټپي کېدو له ګواښ سره مخامخ شي، خو ده یې پروا ونه کړه.

دی وايي: "زما ژوند د دوی تر ژونده ډېر مهم نه دی. ما ته د یوه انسان ژوند ژغورل د ټولې نړۍ ژغورنې په مانا ده."

له اوکرایینه لومړۍ لیدنه

کله چې په لومړي ځل تېر مارچ میاشت کې اوکرایین ته لاړ، نوموړي د اوسېدو له ځای سره نژدې توغندیز برید وشو.

ډاکټر یزجي خپل کارونه روان وساتل.

دویم ځل کله چې ډاکټر یزجي اوکرایین ته لاړ، هلته په کیېف، لويو او لوڅک ښارونو کې درې کلینکونه جوړ کړل.

ډاکتر يزجي خپل درېیم سفر کې چې تېره میاشت یې وکړ، د هېواد ختیځ لور ته لاړ او عملیات یې پیل کړل چې ځینې وخت به یې د ورځې ۶ عملیاته هم کول.

دی وايي، "مونږ ډېر سخت عملیات کول."

نوموړی زیاتوي: "که تاسو د جګړې په ډګر کې نه یاست، تاسو به هیڅکله دا ډول ټپونه ونه ګورئ. له همدې امله تاسو یو ځانګړي چلند ته اړتیا لرئ نه هغه دودیز چلند ته چې ستاسو په طبي ښوونځي کې زده شوي."

ډاکټر یزجي وايي، ځیني ټپونه هېڅ نه جوړېږي او ځینې نور یې ډېر وخت نیسي چې بېرته ورغېږي.

دی وايي، کله چې له اوکرایینیانو روانېدو هغوی ورپسې ژړل.

ډاکټر یزجي زیاتوي، ډېر احساساتي شو او ژمنه یې ورسره وکړه چې بېرته به راځي.