پوتین: لوېديځوال زموږ پر خاوره تېري ته چمتو کېږي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکرایین په ختيځ دونباس سیمه کې د ده ځواکونه او رضاکار "د خپلې مورنۍ خاورې او راتلونکي" لپاره جګړه کوي. ښاغلي پوتین لویديځوال تورن کړل چې په خبره یې، "زموږ پر خاوره د تیري" لپاره چمتوالی نیسي. ده همدا راز ناټو د روسیې لپاره "یو ښکاره ګواښ" بللی. بلخوا د اوکرايين ولسمشر ولادیمیر زېلينسکي ویلي چې، "دا جګړه به موږ ګټو"

پوتین دغه څرګندونې نن [دوشنبه/غويي۱۹/ مئ ۹] مسکو کې پوځي پرېډ یا جشن ته په وینا کې کړې دي. روسان د مئ نهمه په دویمه نړېواله جګړه کې پر المان د روسیې د بري‌ د ورځې په توګه نمانځي او په دې ورځ لوی پوځي جشن هم جوړوي.

ښاغلي پوټين یو ځل بیا پر اوکرایین د خپل برید دفاع کړې او لویديځ هېوادونه په ځانګړي ډول ناټو یې روسیې ته "یو ښکاره ګواښ" بللی. ده ویلي چې د "ځانګړو پوځي عملیاتو" پرېکړه ډېره اړینه او "پرځای پرېکړه" وه.

پوتین په نننۍ وینا کې ویلي چې دولت به یې د هغو کورنیو د ساتنې لپاره "هر کار" وکړي چې د "اوکرایین د جګړې" له کبله د ویر پر ټغر ناستې دي. د ښاغلي‌ پوتین په وینا، 'موږ ته د هر سرتېري او افسر وژنه غموونکې ده'.

هغه خپله وینا په سره څلورلاره کې خپلو پوځیانو ته د چکچکو په وهلو، د توپونو په ډزونو او د روسیې د ملي سرود په غږولو پای ته ورسوله.

روسیه داسې مهال په دویمه نړېواله جګړه کې پر المان د خپل بري ورځ یا د مئ نهمه نمانځي چې مخکې ګنګوسې وې چې ښايي روسیه په همدې ورځ د اوکرايين جګړې په اړه کوم ځانګړی اعلان وکړي.

د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان له قوله ویلي وو چې روسان یو "پروګرام" لري او "هرڅه" به د مئ پر نهمه نېټه پای ته ورسېږي.

د مئ نهمه راورسېدله خو لا دا "هرڅه" پای ته رسېدلي نه ښکاري او د اوکرايين جګړه لا روانه ده.

زېلينسکي: جګړه به موږ ګټو او یوه ټوټه خاوره هم روسیې ته نه ورکوو

د اوکرايين ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي هم د همدې ورځې په تړاو یو ویډيويي پیغام خپور کړی او پکې ویلي یې دي چې هېواد به یې له روسیې دغه جګړه وګټي.

ښاغلي‌ زېلينسکي زیاته کړې چې موږ اوکرايينیان به "د خپلې خاورې یوه ټوټه" هم روسیې ته ورنکړو. د ده په خبره، "موږ د یوې نوې خپلواکۍ لپاره جنګېږو. دې ته د رسېدو لار سخته ده خو په دې کې هېڅ شک نه لرو چې موږ به یې ګټو".

د همدې ورځې په درشل کې بیا امریکا پر روسیې د نویو بندیزونو اعلان کړی او د نړۍ اوو ستروو اقتصادي هېوادونو یا جي-۷ مشرانو د یکشنبې په ورځ پخپله ګډه ناسته کې ژمنه کړې چې د روسیې پر وړاندې جګړه کې د اوکرايين ملاتړ لا ډېر کړي.

دغو هېوادونو همدا راز پر دې خبرې سره کړې دي چې څنګه د روسیې پر تېلو او ګازو تکیه کمولی او له دغه هېواده پر وارداتو بندیزونه لګولی شي.