هند؛ د هغې پولیسې کیسه چې خپل کوژدن یې زنداني کړ

د خپرېدو وخت

د هند په شمال ختيځ ایالت اسام کې د پولیسو په محکمه کې یوې کارکوونکې ښځينه افسرې خپل کوژدن د دوکې په تور زندان ته لېږلی دی.

جونموني رابا د اسام ایالت د نوګاو سیمې د پولیسو په حوزه یا تاڼه کې افسره ده او د رانا پوګاګ په نوم هلک سره یې کوژده کړې وه. خو اوس رانا پوګاګ ځکه بندي‌ دی او د پولیسو له پوښتنو ګروېږنو سره مخ دی چې په دروغه یې ځان غټ سړی او د مهمې دندې درلودونکی معرفي کړی و. اوس دې افسرې یاني د ده خپلې کوژدنې د هغه پر ضد پولیسو ته شکایت کړی دی.

څو میاشتې مخکې د جونموني رابا په نوم دې پولیسې د واکمن بي جې پي ګوند اړوند د ولسي جرګې یوه غړي ته زنګ کړی و او د هغه د کړنو پر ضد یې سم ځواب ورکړی و چې له کبله یې دا پر رسنیو ډېره مشهوره شوه.

جونموني او رانا پوګاګ د تېر کال په اکتوبر کې کوژده سره کړې وه او زړه یې و چې د روان کال په نومبر کې به واده سره کوي. خو د شکایت له مخې، تر کوژدې وروسته دې پولیسې ته مالومه شوه، هغه سړی چې دا ورسره د ژوند شریکولو هوډ لري، په اصل کې ستر دوکه باز او ګڼکپ دی.

جونموني د خپل دغه کوژدن پر ضد په شکایت کې ویلي چې له رانا پوګاګ سره په لومړي ځل لیدو کې هغه ځان غټ سړی ښودلی و او ویلي یې وو چې د هند د طبعي ګازو او تېلو په دولتي اداره کې کار کوي، یاني ښه سرکاري دنده لري. خو تر کوژدې وروسته دې ته ځينې داسې شواهد او ثبوتونه په لاس ورغلل چې پر خپل کوژدن شکمنه شوه.

کله یې چې پلټنه پسې وکړه نو مالومه شوه چې هغه د چلبازۍ او دوکې ورکولو په څو قضیو کې ښکېل دی. پر هغه دا تور هم دی چې خلکو ته به یې د دندې موندلو دروغجنې تمې ورکولې او په بدل کې به یې پیسې ترې اخېستلې چې له دې درکه یې له ګڼو خلکو سلګونه زره روپۍ وهلې دي.

دوی دواړو څنګه یو بل وپېژندل؟

جونموني رابا‌ او رانا پوګاګ لومړی ځل تېر کال جنورۍ کې سره ولیدل او اشنا شول. هغه وخت جونموني په ماجولي سیمه کې دنده لرله. هغه سیمه چې د پوګاګ اصلي ټاټوبی دی.

څو ځله لیدو کتو نه وروسته د دواړو تر منځ مینه پیدا شوه او څو میاشتې وروسته دواړو د خپلو کورنیو په خوښه کوژده سره وکړه.‌

جونموني دې ته د ورکړل شوې دوکې په اړه وايي، 'زما دنده هغه وخت په ماجولي کې وه او د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې مې له ده سره ولیدل. یوه همکار مې له ده سره اشنا کړې وم. د پولیسو چارواکو سره یې ډېره ښه راشه درشه او ناسته پاسته وه. ښايي یو لامل یې دا وي چې دی په ګڼکپۍ او خلکو ته په دوکه ورکولو کې ښکېل و. نو ښايي پلان به یې دغه و چې پولیسو سره اشنايي پیدا کړي، ځکه چې په راتلونکي کې یې په کارېږي. خامخا به یې دې خبرې ته پام و'.

دا زیاتوي، 'همداسې ورو ورو د یوه بل تر پېژندلو وروسته هغه ما ته د واده وړاندیز وکړ. ما ورته وویل چې سمه ده خو خپلو کورنیو سره باید په دې اړه خبرې وکړو. بیا زموږ دواړو کورنیو پخپل منځ کې سره ولیدل او زما دسمال یې ورکړ. څو ورځې وروسته زموږ کوژده وشوه. هماغه وخت زما د دندې ځای بدل شو او زه نوګاو سیمې ته راغلم. دغه نوي ځای ته راتګ سره زما د ده پر ځینو خبرو شک شو. لږه غوندې پلټنه مې چې وکړه نو ځینې داسې قضیو نه خبره شوه چې سترګې مې وغړېدې'.

زه د مینې لېونتوب کې ویر کوونکې نجلۍ نه یم

جونموني د چا له نوم اخېستلو په ډډه کولو سره له درو کسانو مننه وکړه چې په دې ټوله کیسه کې یې هغې سره مرسته وکړه؛ د هغه د کوژدن رانا پوګاګ په اړه یې له ثبوتونو سره ټول مالومات له دې سره شریک کړل.

دا وايي، 'رانا هغې ته ځان د هند د طبعي ګازو او تېلو ادارې د عامه اړیکو چارواکی ورپېژندلی و. ما ته یې ویلي وو چې د بېلا بېلو پرمختیايي چارو مسولیت هم لري او په ځايي مشهور کالج کې یې د اړیکو او ژورنالېزم په برخه کې زدکړې کړې دي. د عامه اړیکو د یوه چارواکي موقف یې ما ته خوند راکړ او د دندې همدې لوړوالي یې زه اغېزمنه کړلم. نو ځکه ما یو ځل هم ځان سره دا فکر ونه کړ چې رېښتیا او دروغ یې مالوم کړم چې هسې نه دوکه مار وي'.

د تورن د دوکه مارۍ په اړه د مالوماتو ورکولو پر مهال جونموني وویل، 'ده له یوه سړي په دوکه ۲۵ لکه روپۍ وهلې وې، هغه سړی پخپله راغی او زه یې د رانا له ټولو کړو وړو خبره کړلم. کله چې ما له رانا په دې اړه په پرله پسې ډول پوښتنې ګروېږنې وکړې نو ټول حقیقت رابرسېره شو. ده ما سره ډېره غټه دوکه کړې ده نو سزا خو به خامخا ورکول کېږي. زه د مینې په لېونتوب کې ماتم کوونکې نجلۍ نه یم، نو ځکه مې هماغه شېبه د ده پر ضد شکایت ثبت کړ'.‌

د نوګاو پولیس د ادعاو له مخې تورن کس سره ځينې اسناد او د هند د طبعي تېلو او ګازو ادارې اړوند مهرونه نیول شوي دي. پر خلکو د رعب اچولو او د ځان لوړ ښکارولو لپاره به رانا تل له ځانه سره یو شخصي ساتونکی او موټرچلوونکی ساته.

جونموني د ولسي جرګې غړي ته څه ویلي وو؟

د روان کال په جنورۍ میاشت کې چې جونوموني په ماجولي سیمه کې دنده پیل کړې وه نو د واکمن بې جي‌ پي ګوند غړي او په ولسي جرګه کې د بیه پوریا سیمې استازي امیه کمار بهویان سره یې پر ټلیفون کړې خبرې خواله رسنیو ته راووتلې او سخت بحثونه یې راوپارول.‌

په اصل کې پولیسو یوه کښتۍ نېولې وه. هلته په برهم پتر سیند کې د کښتیو د ټکر له یوې پېښې وروسته اوس د یوه واړه ماشین لرونکو کښتیو ته هلته د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي. نو د نېول شوې کښتۍ په اړه دغه وکیل جونموني‌ ته په ګواښوونکي انداز ویلي وو چې عام خلک دې نه په نښه کوي. خو جونموني ورته ویلي وو چې د قانون جوړوونکي په توګه څنګه یوه پولیس ته د 'قانون ماتولو' خبره کوئ؟

له هماغه راهیسې جونموني پر خواله رسنیو ډېره وستایل شوه او خلکو د هغې د جرات او زړورتیا صفتونه پیل کړل او دې ته اوس هم د مبارکۍ پیغامونه ورلېږي.

جونموني مو وپوښتله چې د کوژدن د دوکې کیسې خپه کړې او که څنګه؟ دا یې په ځواب کې وايي، 'ما په ساعتونو ساعتونو له ځانه سره چورت واهه چې ښه مې وکړل او که بد. څوک چې غلط کار کوي باید سزا یې وویني. که مجرم پردی سړی وي او که د خپلې کورنۍ غړی دې وي. نو زه ځکه خپه او ناهیلې نه یم. زه مې له دې کبله خپلو مشرانو چارواکو ډېره ستایلې یو او زما ملاتړ یې کړی دی. ما تل خپله دنده په پوره ایماندارۍ او صداقت سره ترسره کړې ده. نو ځکه، زما هڅه همېشه دا ده او د همدې لپاره به کار کوم چې مجرم پرخپله سزا ورسوم'.