افغان ژباړونکي: کاناډا زموږ کورنۍ "هېرې" کړې دي

د خپرېدو وخت

د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې صیف الله محمد ذاهد له کاناډايي ځواکونو سره د ژباړن یا ترجمان په توګه د افغانستان په کندهار ولایت کې کار کاوه چې د طالبانو لیک یې تر لاسه کړ.

ښاغلی ذاهد وايي، "راته لیکلي یې وو،دوی پوهېږي چې زه له "دوښمنانو" سره کار کوم او باید دنده مې پرېږدم. خو که داسې ونه کړم نو ما او کورنۍ به مې ووژني".

ښاغلی ذاهد له کاناډايي او ناټو ځواکونو سره تر خپلې شپږ کلنې کاري مودې وروسته له کندهاره کاناډا ته په تګ بریالی شو. کندهار د طالبانو د منځ‌ ته راتلو اصلي ټاټوبی بلل کېږي.

صیف الله محمد ذاهد ته شوی دا ګواښ عادي نه و.

بي بي سي ته یې د کاناډا له کېلګرې په خبرو کې وویل، "طالبانو زما پلار وواژه، له هماغه راهیسې مې کورنۍ سرګردانه ده، کله یوه ولایت ته کډه شي او کله بل ته. موږ ټول له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو هدف یو".

ذاهد له هغو سلګونو افغانانو دی چې په افغانستان کې یې له کاناډايي ځواکونو سره د ژباړن او یا په ځينو نورو برخو کې کار کړی دی. له دوی یې زیاتره هیله من دي چې له افغانستانه خپلې کورنۍ کاناډا ته ور ورباسي، ځکه چې هلته یې اوس د واکمنو طالبانو له لوري ژوند له خطر سره مخ دی.

په تېر اګست کې چې کابل ته د طالبانو لاس ته ورغلی نو د کاناډا فدرالي دولت ژمنه وکړه چې له افغانستانه کډوال او له خطر سره مخ شاوخوا ۴۰ زره کسان مني. د اپرېل له ۲۱ نېټې راهیسې ۱۱۳۰۰ افغانان کاناډا ته رسېدلي دي.

کاناډا په تېر نومبر میاشت کې یوه نوې تګلاره اعلان کړه چې پر بنسټ یې افغان ترجمانان خپله بشپړ کورنۍ له دغه هېواده کاناډا ته بېولی او د همېش لپاره هلته مېشتېدلی شي.

د یادولو ده چې تر ډېره په اروپايي نړۍ کې د کورنۍ اصلي غړي یوازې مېرمن/مېړه او اولادونه بلل کېږي خو مور، پلار او خوېندې وروڼه د اصلي کورنۍ اړوند نه ګڼي نو ځکه په داسې هېوادونو کې مېشت شوي کسان هیله من وي چې ټوله کورنۍ یې ورسره بهر بوځي.

خو پخپله په کاناډا کې بیا ځينو نېوکه کوونکو پر حکومت له دې کبله تور لګولی چې ولې یې د کورنۍ نور غړي هم په دغه پروګرام کې ورشریک کړي دي. ځکه چې دوی وايي، د کورنۍ غړي چې هر څومره ډېرېږي بیروکراسي ورسره زیاتېږي او د اسنادو د کره کولو بهیر ډېر وخت نیسي چې دا بهیر ورسره ځنډنی کېږي.

په کاناډا کې ګڼو افغان ژباړونکو له همدې کبله درځن درځن اړین اسناد برابر کړي چې هسې نه اړتیا ورته پېښه شي او دوی به وارله مخې د احتیاط لپاره هر څه برابر کړي وي او خپلې کورنۍ به له افغانستانه پرې راوویستلی شي. خو تر نن ورځې په دې نوي بهیر کې هېڅ یو تن هم له افغانستانه کاناډا ته پر ورتګ نه دی بریالی شوی.

جېني کوان د نوي ډيموکراتیک ګوند د کډوالو ضد نقادانو خلاف ده او اوس د شاوخوا درو سوو افغان کورنیو په دفاع کې هلې ځلې کوي چې په ټوله کې یې شمېر پنځو زرو تنو ته رسېږي.

دا وايي، له بنسټیزو ستونزو یې یوه دا ده چې ګڼې کورنۍ لا هم ندي توانېدلې چې یوه درېیم هېواد ته سفر وکړي او هلته کاناډا ته د تګ لپاره بایومیتریک او ځینې نور اړین اداري کارونه بشپړ کړای شي.

اغلې کوان وايي، "دوی د پاسپورټ اخېستلو لپاره مجبوره دي هغې ادارې ته ورشي چې اوس یې چارې د طالبانو په لاس کې دي. نو پخپله فکر وکړئ‌ چې دا به دوی څومره له ګواښ او خطر سره مخ کړي چې هلته بسته یوه کورنۍ ورشي او ورته ووايي چې موږ ته پاسپورټونه راکړئ، کاناډا ته ځو". ‌

ذاهد هم د خپلې کورنۍ په اړه وايي چې کورنۍ یې هرڅومره په افغانستان کې پاتې کېږي، تر ورځې بلې ته یې ژوند لا ډېر له خطر سره مخ کېږي.

اوکراييني کډوالو ته په کتو افغانانو سره "توپيري" چلند کېږي

ډېری ژباړن او هغه کسان چې له افغانستانه د دوی د کورنیو د رایستلو لپاره هلې ځلې کوي له افغانانانو سره د کاناډا پر توپيري چلند خپه دي. دوی وايي، کاناډا د افغانانو پر تله د اوکرايين له جګړې په تېښه کډوالو ته چارې ډېرې اسانه کړې دي.

د اوکراین په برخه کې د کډوالو چارو وزیر شان فریزر اعلان کړی چې کاناډا به هغو اوکرایينیانو ته د ویزې ګڼ شرایط او همدا راز د بایومیتریک پروسه معاف کړي چې یا یې عمرونه ډېر دي او یا تر اتلس کلنۍ ښکته دي.

هغه اوکرايينیان چې د "بېړني سفر" پروګرام برخه دي، په کاناډا کې تر درو کلونو د ډېرې مودې لپاره پاتېدلی شي.

د مارچ تر پای پورې تر شپېتو زرو ډېرو اوکرايينیانو سره له خپلو کورنیو دغه پروګرام ته نوملیکنه کړې ده.‌

ښاغلی ذاهد هم وايي، "موږ د کاناډا دولت هغه هڅې ستایو چې زموږ د کورنیو لپاره یې کوي. خو باید هېر مو نه کړي".

اغلې کوان هم ټینګار کوي چې په لنډمهاله ګامونو کې حکومت باید افغان کډوالو ته هم شرایط اسانه کړي، پر ځينو اړینو اسنادو یې سترګې پټې کړي او داسې اسناد ورکړي چې دوی یې پر مټ له افغانستانه یوه درېیم هېواد ته ووتلی شي او بیا له هغه هېواده کاناډا ته سفر وکړای شي.

کاناډا د اوکراييني کډوالو د ملاتړ لپاره هغو کسانو ته، چې یا پاسپورټ نه لري او یا یې وخت تېر شوی دی، د یوه داسې اجازه لیک د ورکولو خبره کړې چې دوی پرې یو ځل کاناډا ته سفر کولای شي.

اغلې کوان د افغانانو په اړه وايي، "دوی ته هم باید هماغسې اسناد ورکړل شي لکه اوکرايينیانو ته یې چې ورکوي".

خو د کاناډا د کډوالو چارو ادارې یوه ویاند ایډن سټرېکلېنډ د بي بي‌ سي پوښتنې ته په ځواب کې په دې اړه وویل، "یو تریخ حقیقت دا دی چې د افغانستان په برخه کې موږ له ځينو داسې خنډونو سره مخ یو چې د بیامېشتېدنې په نورو بهیرونو کې هغه خنډونه نشته".

د ښاغلي ایډن په خبره، په دغو خنډونو کې یې یو دا دی چې کاناډا اوس په افغانستان کې حضور نه لري او له دې کبله چې د کاناډا د قانون له مخې طالبان یوه ترهګریزه ډله ده، اوس د دوی د واکمنۍ لامله کاناډا هلته خپلې ډيپلوماتیکي چارې نشي ترسره کولی.