ملګري ملتونه: تېر کال اروپا ته پر لار نژدې درې زره ناقانونه کډوال تري تم شوي

کډوال

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره په یو تازه رپوټ کې وايي، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د هغو کسانو شمېر چې په ناقانونه توګه یې اروپا ته د تګ هڅې کولې او په لاره کې مړه یا ورک شوي دي زرګونو ته رسېږي.

یو این اېچ سي ار غوښتنه کړې چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید چټک ګام پورته شي او د خطرناکو لارو پرځای خوندي بدیلي لارې پرانستل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یو این اېچ سي په رپوټ کې راغلي چې دا څه باندې درې زره کډوال او پناه غوښتونکي په سمندر کې د غرقېدو له امله مړه شوي یا هم ورک دي.

یو این اېچ سي ار ویلي دا په وروستیو کلونو کې د کډوالو او پناه غوښتوونکو تر ټولو لوړ شمېر دی چې په یو کال کې مړه یا ورک شوي دي.

ملګرو ملتونو پر هېوادونو غږ کړی چې د زرګونو کډوالو د خوندي کولو په برخه کې عاجل اقدام وکړي او پر خطرناکو لارو سفرونو ته بدیل پیدا کړي.

شابیا منتو په جېنوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویانده ده. دا په دې هکله وايي:

''څه باندې درې زره کسان تېرکال د سمندر له لارې اروپا ته د ځان رسولو د هڅو پرمهال مړه شوي یا هم ورک دي. دا شمېر د هغه نوي رپوټ له مخې دی چې یو این اېچ سي ار نن خپور کړ. د ملګرو ملتونو د کډالو چارو اداره غوښتنه کوي چې د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو د خوندیتوب او ژغورلو لپاره چټک اقدام وشي چې په خطرناکو ځمکنیو او سمندري لارو اروپا ته د ځان رسولو هڅې کوي. ''

یو این اېچ سي ار وايي ښايي له دې نه ډېر نور کسان په دښتو او توقیف ځایونو کې هم مړه او ورک شوي وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په خپل رپوټ کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د وړم کال ۲۰۲۰ پرتله دوه برابره ډېر کډوال او پناه غوښتونکې مړه شوي یا هم ورک شوي دي.

د یو این اېچ سي ار وايي په ۲۰۲۱ کال کې رپوټ شوې وه چې ټول ۱۹۲۴ کسان چې د مدیترانې د مرکزي او لویدیځو لارو نه راتلل مړه یا ورک شوي او ۱۱۵۳ نور هغه کسان مړه یا ورک وو چې له افریقا نه یې د اسپانیا ټاپوکانو ته د ځان رسولو هڅې کولې.

په ۲۰۲۰ کال کې بیا د ټولو دغسې کسانو چې مړه شوي وو شمېر ۱۵۴۴ ته رسېده. په دې کې ډېر شمېر د هغو کسانو دی چې له افریقا نه اورپايي هېوادونو ته د ځان رسولو هڅې کوي.

په جنېوا کې د یو این اېچ سي ار ویاندې چې خبرې غوڼدې ته غږېده زیاته کړه چې کډوال او پناه غوښتونکې په ډېرېدونکې ډول هڅې کوي چې په هغو کښتیو کې اروپا ته ځانونه وسوي چې په سمندر کې د سفر لپاره نه وي او ډېر ځله له حده ډېر کسان په کې سپاره وي.

د هغې په وینا د همدې روان ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې ۴۷۸ هغه کسان چې په دغسې کښتیو او ځمکنیو لارو اروپا ته راتلل مړه او ورک شوي دي.