د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف شمالي وزیرستان ته تللی

د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په یوه ورځني سفر شمالي وزیرستان ته تللی او هلته يې له قبایلي مشرانو او د سیمې له خلکو سره لېدلي دي.

شهباز شریف ته د وزیرستان بلنه د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د دې سیمې د خلکو استازي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ ورکړې وه.

شهباز شریف شمالي وزیرستان ته دغه سفر داسې مهال کړی، چې هملته د دې سیمې مداخیلو خلکو په بنو کې پر خوست او کونړ د پاکستان د جیټ طیارو بمباریو پر ضد پرلت کړی دی.

محسن داوړ له بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه، له لومړي وزیر شهباز شریف سره يې د خوست او کونړ د بمباریو او ددې پر ضد د بنو د پرلت ذکر هم کړی، خو سرچینې وايي، لومړي وزیر په خپله وینا کې په دې اړه هېڅ خبره ونه کړه.

محسن داوړ زیاتوي، له شهباز شریف یې یو شمېر غوښتنې کړې دي چې "ډېرې" یې ورسره منلې دي.

"د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړئ"

بلې خواته په کراچۍ کې د جامعه دارالعلوم مرستیال مشر مفتي محمد تقي عثماني د طالبانو مشر ملا هبت الله ته لیک لېږلی او پکښې يې غوښتنه ترې کړې چې د نجونو زده کړو ته دې اجازه ورکړل شي، څو د ده په خبره د امارت اسلامي پر ضد "پروپاګند" بند شي.

ښاغلي عثماني په دې لیک کې د طالبانو د حکومت کارونه ستایلي او هیله يې ترې کړې چې د اسلامي شرعي نظام په چوکاټ کې دننه دې نجونو ته له هلکانو بېل د زده کړې زمینه برابره کړي. د طالبانو له لوري لاهم د مفتي تقي عثماني دې لیک ته غبرګون نه دی راغلی.

د یادولو ده چې په افغانستان کې د نوي‌ ښونیز کال پیلېدو ته د خلکو تمې وې چې د ټولو نجونو پر مخ به ښوونځي پرانېستل شي خو طالبانو بیا هم د منځنیو ښوونځیو نجونې د مکتبونو له دروازو بېرته خپلو کورونو ته ستنېدو ته اړ ایستلې.