د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د روسیې غړیتوب وځنډول شو

اسمبلي

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دغه سازمان د بشري حقونو شورا کې د روسیې غړیتوب وځنډاوه.

دا ګام پر روسیې د اوکرایی جګړه کې د جنګي جنایتونو د تورونو غبرګون کې پورته شوی.

ملګرو ملتونو کې د اوکرایین استازي 'سرګي کېسلیڅیا' د بشري حقونو شورا کې د روسیې د غړیتوب په تړاو له رای اچولو وړاندې روسیه اوکرایین کې په "وحشتناکه" سرغړونو تورنه کړه.

اوکرایین او لویدیځ ملګري یې ادعا کوي چې روسي ځواکونو کیېف ته څېرمه بوچا ښار کې لسګونه ملکي کسان په لوی لاس وژلي دي.

پر روسي ځوکونه دغه ځای کې د ربړونو او جنسي تېریو تور هم پورې شوی، چې مسکو په کلکه رد کړی.

ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي بیا د بشري حقونو شورا کې د دوی د غړیتوب د ځنډېډو پرېکړه وغندله.

د نړۍ ۹۳ هېوادونو چې پخپله اوکرایین، امریکا او د اروپايي ټولنې غړي هم پکې وو، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې رای اچونه کې د بشري حقونو شورا کې د روسیې د غړیتوب ځنډېدو ته رایې ورکړې.

د چین، سوریې، شمالي کوریا، او بېلاروس په ګډون ۲۴ نورو یې مخالفت وکړ او د هند، مصر او سویلي افریقا په ګډون ۵۸ هېوادونو ممتنع رایې وکارولې.

د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر د بشري حقونو شورا کې د روسیې د غړیتوب تر ځنډېدو وروسته ویلي:

"جنګي مجرمان د ملګرو ملتونو په هغو ادارو کې هېڅ ځای نه لري چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي."

هغه د دې پرېکړې له کبله د ملګرو ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مننه کړې ده.

بروکسل کې د ناټو غونډه

ناټو

د عکس سرچینه، EPA

د ملګرو ملتونو تر دې غونډې وړاندې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بروکسل کې وویل، د ناټو متحدان په بوچا او نورو ځایونو کې د ملکي وګړو "وحشتناکه وژنې" په کلکه غندي او د نړیوالو څېړنو ملاتړ کوي.

هغه دا خبرې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته کولې.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې دوی به اوکرایین سره د وسلو ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه خبرداری ورکړی چې نړۍ باید اوږدې مودې لپاره چمتووالی ولري ځکه شونې ده چې د اوکرایین جګړه دده په وینا میاشتې او ان کلونه دوام وکړي.