'اسټرالیا کې پناه غوښتونکي تر ۶۸۹ ورځو پورې توقیف کې ساتل شوي'

د عکس سرچینه، MEHDI ALI/TWITTER
د بشري حقونو څار ادارې په توقیف کې د پناه غوښتونکو ساتلو اسټرالیايي پالیسې غندلې چې په وینا ریکارډ کچې اوږدوالي ته رسېږي. دا اداره وايي، اسټرالیا کې پناه غوښتونکي په اوسط ډول تر ۶۸۹ ورځو پورې توقیف کې ساتل کېږي.
دې موضوع ته د اسټرالیا یوه هوټل کې د ټېنس لوبغاړي نواک جاکوویچ له توقیف کېدو وروسته پام اوښتی.
فعالان وايي، په همدې هوټل کې ۳۲ پناه غوښتونکي اوس هم توقیف کې ساتل کېږي چې د دوی په وینا له بشري حقونو سرغړونه او 'غیر انساني ' چلن دی.
ښاغلي جاکوویچ د ملبورن ښار دې استوګنځي کې پنځه ورځې ځکه توقیف کې ساتل شوی و، چې د کورونا ضد واکسین له لګولو یې انکار کړی، خو د نوموړي لنډمهاله توقیف برعکس یو ۲۴ کلن ایرانی پناه غوښتونکی له دوو کلونو راهیسې په همدې هوټل کې له نامعلوم برخلیک سره شپې - ورځې تېروي.
مهدي علي چې د ایران اهوازي لږکۍ اړوند دی او اسټرالیا ته یې پناه وړي وايي:
''د دې ودانۍ اوسېدونکي ازادۍ ته سخته اړتیا لري. ''
دی پنځلس کلن و، چې اسټرالیا ته وتښتېد او له نیول کېدو وروسته نهه کاله کېږي چې په توقیف کې ساتل کېږي.
نوموړی وايي، په دې هوټل کې ځینې اوسېدونکي د توقیف ترخو تجربو اړ کړي، چې د ځان وژنې په هکله فکر وکړي.
د بشري حقونو څار سازمان چارواکي بیا د پناه غوښتونکو توقیف ساتلو پر اسټرالیايي پالیسۍ ځکه نیوکې کوي، چې په وینا یې په لوېدیځ کې تر دومره ډېرې مودې د خلکو توقیف ساتلو نوی ریکارډ دی.
د ځینې نورو هېوادونو برعکس چې د پناه غوښتونکو قضیو څېړنې بشپړېدو تر مهاله د ځايي خلکو په منځ کې د اوسېدو اجازه ورکول کېږي، اسټرالیا ته د کښتیو له لارې رسېدلي پناه غوښتونکي په جبري توقیف کې ساتل کېږي.
همدا اوس په دې هېواد کې داسې ۱۴۵۹ کسان توقیف ځایونو کې ساتل کېږي، چې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
د بشري حقونو څار ادارې اټکل له مخې اسټرالیا ۱۱۷ کسان لږ تر لږه د پنځو کلونو لپاره په توقیف کې ساتلي دي او اته کسان بیا دې ډله کې داسې هم شته، چې تر یوې لسیزې پورې یې همدې حال کې ژوند کړی.
اسټرالیا له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کښتیو له لارې د دې هېواد ساحلونو ته رسېدلي ټول پناه غوښتونکي توقیف کړي او وايي، که قانوني کډوال هم ومنل شي، په هېواد کې به د مستقل اوسېدو اجازه ور نه کړي.
کنبرا له ډېره وخته راهیسې دا پالیسي د پناه غوښتنې په پار اسټرالیا ته د خلکو تلو مخنیوي لړ کې ګټوره بولي.
اسټرالیايي چارواکي وايي، ''د کښتیو مخنیوی په سمندر کې د خلکو وژل کېدو مخنیوي لړ کې هم ګټوره چاره ده. ''



















