تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناټو سرمنشي: اوکرايين ته د جګړې لپاره د پوځيانو استولو پلان نشته
د ناټو سرمنشي د اوکرايين پر سر د زياتېدونکي کړکېچ په اړه د متوازن چلند غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې ناټو په دې هېواد کې د جګړې په موخه د ځواکونو د ځای پر ځای کولو کوم پلان نه لري.
ينس سټولټنبرګ، حالت ريښتينی ګواښوونکی وباله او ټينګار يې وکړ چې هېوادونه بايد د سياسي حل لپاره کار ته دوام ورکړي.
روسيې د اوکرايين پولو ته نژدې سل زره پوځيان، ټانګونه، توغندي ځای پر ځای کړي خو روسيه وايي پر اوکرايين د بريد پلان نه لري.
سټولټنبرګ وويل، "ما په همدې نژدې وخت کې د اوکرايين له لسمشر زېلېنسکي سره خبرې وکړي. همدا دول مې تېره اونۍ د بریتانیا له لومړي وزیر جانسن او ولسمشر بایډن سره هم خبرې کړي دي. فکر کوم موږ ټول په دې سره سلا یو چې ریښتینی ګواښ شته خو په عین حال کې اړ یو چې متوازن چلند وکړو".
خو سټولټنبرګ همدا ډول ټينګار وکړ چې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هڅه وشي د روسیې له لورې پر اوکرایین د پوځي کړنو مخه ونیول شي او زياته يې کړه چې "دا په دې مانا دی چې باید د ښې پایلې لپاره کار وکړو خو بدو پایلو ته هم چمتو واوسو. او موږ له ولسمشر زېلینسکي او اوکرایین سره په ګډې پر همدې کار کوو. دوی په بېلابېلو کچو له موږ سره په اړیکه کې دي".
په ورته مهال د روسیې او اوکرایین تر منځ د پولې اوږدو کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره هممهاله پر روسیې د فشار ډېرولو په موخه بریتانیا په ختیځه اروپا کې د خپلو ځواکونو پر شمېر زیاتولو غور کوي.
د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن (شنبې ۳۰ جنوري) ويلي وو، ''د پوځیانو ځای پر ځای کول به د کریمیلن لپاره یو څرګند پیغام وي. ''
بل لور د بریتانیا دفاع او بهرنیو چارو وزیران په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو هڅو لړ کې مسکو ته ځي چې له خپلو روسي سیالانو سره وویني.
ویل کېږي، لومړی وزیر جانسن به پر همدې موضوع د خبرو لپاره راتلونکو ورځو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړي.
ښاغلي جانسن چې روانه اونۍ ختیځې اروپا ته سفر لري په دې هکله ویلي هېواد به یې د روسیې ''بې ثباتۍ رامنځته کوونکي اقدامات و نه زغمي او او موږ به تل د خپلو ناټو متحدینو تر څنګ ولاړ یو. ''
نوموړي زیاته کړه:
''که ښاغلی پوتین د ویجاړۍ او وینې تویولو لار خپله کړې، دا به د اروپا لپاره یوه غمیزه وي. اوکراین باید د خپل راتلونکي په هکله خپله د پرېکړې کولو ازادي ولري. ما د هېواد امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې له راتلونکې اونۍ په اروپا کې د ځای پر ځای کېدو لپاره چمتوالی وکړي، چې وکولای د ځمکې، اوبو او هوا له لارې د خپلو ناټو متحدینو ملاتړ وکړو. ''
روسیې د پخواني شوروي جمهوریت اوکرایین پر پوله نژدې ۱۰۰ زره پوځیان له ټانکونو، توغندیو او توپخانې سره ځای پر ځای کړي، خو پر دې هېواد د یرغل پلان ردوي چې له روسیې او اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سره ګډه پوله لري.
بریتانیا همدا اوس په استونیا کې له ۹۰۰ ډېر پوځیان لري، په پولنډ کې یې نژدې ۱۵۰ پوځیان مېشت دي او په اوکرایین کې یې ۱۰۰ پوځیان د روزنې په چارو بوخت دي. بریتانیا بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ د دې هېواد پارلمان کې د روسیې پر ګټو د لا سختو بندیزونو تمه کوي او په ورته مهال د دغه هېواد یو پلاوی بروکسل کې د پوځي انتخاب په هکله د وزیرانو غونډې ته د بریتانوي وړاندیزونو وروستي کولو جزیاتو لپاره استول کېږي.