پاکستان: د تحریک لبیک لاریونیانو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې درې کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د مذهبي ګوند تحریک لبیک پلویانو د پلازمېنې اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ 'لوی لاریون ' لړ کې نن شنبه دویمه ورځ مظاهرې پیل کړې.
ځايي پولیس وايي، د لاهور ښار شاهدره سیمه کې یې د لاریونوالو د پرمختګ مخه نیولې او له ښاره د وتلو اجازه به ور نه کړي.
پرون 'جمعه ' ماښام په لاهور کې دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت، چې لږ تر لږه درې پولیس سرتېري پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
لاریونیانو کرۍ شپه د لاهور په ازادۍ څلور لارې سیمه کې تېره کړه او نن سهار یې د اسلام اباد پر لور سفر پیل کړ، خو پولیسو یې مخه ونیوه.
لاریونیان غوښتنه کوي چې حکومت دې له پاکستانه د فرانسې سفیر شړلو ژمنه پوره کړې چې له دوی سره یې کړې او د تنظیم نیول شوی مشر سعد حسین رضوي باید له زندانه ازاد شي.
د تحریک لبیک مرکزي شورا وار له مخه ویلي، که د دوی د لاریون مخه ونیول شي، دوی 'بي پلان ' هم لري.
د یادونې ده چې د یاد تنظیم مشر نظر بندۍ پای ته رسولو پر موضوع د غور لپاره د پاکستان یو فدارلي پلاوي غونډه ځنډول شوې ده.
ویل شوي، چې د پاکستان سترې محکمې او لاهور او پېښور عالي محکمو د قاضیانو پلاوي د دې غونډې نېټه به وروسته اعلان شي.
پرون څه پېښ شول؟

د عکس سرچینه، EPA
د بي بي سي خبریال عمردراز ننګیانه په خپل رپوټ کې وايي، د تحریک لبیک له لوري د ټاکل شوي ضرب الاجل له تېرېدو وروسته د تنظیم پلویانو لاهور کې له خپل مرکزه لاریون پیل کړ، پولیسو یې مخه ونیوه او یو شمېر کسان یې ونیول.
د بي بي سي خبریال وايي، له هغه وروسته د ښار په بېلا بېلو برخو کې د اخ و ډب پېښې شوې، چې د پولیسو په وینا د لاریونیانو بریدونو کې درې سرتېري وژل شوي دي.
لاهور پولیس وايي، لاریونیانو پرې د ډبرو ګوزارونه کړي، خو تحریک لبیک د پولیس سرتېرو وژنه کې لاس درلودل ردوي.
پر لاریونیانو د پټرولي بمونو غورځولو او کوتکو کاروولو تورونه هم پورې شوي دي.
د اخ و ډب له پېښو وروسته د تحریک لبیک مرکزي شورا له لوري ویل شوي، چې د دوی د مشر له خوشي کېدو مخکې به له حکومت سره مذاکرات و نه شي.
د یادونې ده چې په تېر اپریل میاشت کې د دې تنظیم له پراخو مظاهرو وروسته پاکستان حکومت ژمنه کړې وه، چې له هېواده د فرانسوي سفیر شړلو پر موضوع د بحث لپاره به یوه پارلماني کمېټه ټاکي او تحریک لبیک مشران اوس له حکومته غواړي چې د دوی نیول شوی مشر باید خوشی کړي، چې دې لړ کې مذاکرات پر مخ لاړ شي.




















