کورونا وېروس: هند حکومت به د هر مړه شوي کس خپلوانو ته ۶۷۴ ډالر ورکوي

د خپرېدو وخت

هند سترې محکمې د دغه هېواد د حکومت هغه پرېکړه تایید کړې چې د کوویډ - ۱۹ له کبله د هر مړه شوي کس کورنۍ ته به د تاوان جبران په توګه پنځوس زره روپۍ (۶۷۴ امریکايي ډالر) ورکوي.

محکمې ته دې لړ کې عریضه شوې وه، چې په هېواد کې د پېښو مدیریت قوانینو له مخې باید د مړو شویو کسانو کورنیو ته د تاوان جبران ورکړل شي.

هند کې تر اوسه د کوویډ - ۱۹ له کبله د مړو شویو کسانو رسمي شمېر څلور لکه ۴۷ زره یاد شوی دی. خو ماهرین وايي، کېدای شي د مړو شویو کسانو اصلي شمېر د دې لس برابره ډېر وي.

په دې اټکلونو کې د مخکې کلونو مړینې شمېرو ته په پام سره کتنه شوې.

اوس تازه د محکمې په پرېکړه کې ویل شوي چې د کوویډ - ۱۹ له کبله د کورنۍ له عریضې وروسته به د ۳۰ ورځو موده کې دننه باید د جبران پیسې خپلوانو ته ورکړل شي.

په جون میاشت کې محکمې ته یوه عریضه کې ویل شوي وو، چې د هند پېښو مدیریت قانون له مخې کوویډ - ۱۹ ناروغي یو بحران یا حادثاتي وضعیت دی او له همدې کبله باید د دې ناروغي له کبله د مړو شویو کسانو کورنیو ته د تاوان جنران ورکړل شي.

په هند کې د ۲۰۰۵ کال تصویب شوي دغه قانون له مخې باید د هغه کس کورنۍ سره د ۴۰ زره روپیو مالي مرسته وشي چې د یوه بحراني حالت یا حادثې له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

بل لور ته تر اوسه لږ تر لږه د دوو ایالتونو کیرالا او راجستان ایالتونو چارواکو ویلي، د جبران پیسې به د دوی پر اوږو مالي بار دروند کړي او دا پیسې باید د فدرالي حکومت له لوري ورکړل شي.

له دې مخکې د حوادثو مدیریت ادارې (این ډي ایم اې) چې مشري یې د هند لومړی وزیر کوي ایالتونو ته یوه لیک کې وویل، تر اوسه وبا پای ته نه ده رسېدلې او دوی نه پوهېږي د جبران په توګه څومره پیسې باید ځانګړې شي.