د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني فېسبوک پاڼه هک شوې

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ښاغلي غني پر خپله ټوېتر پاڼه لیکلي چې فېسبوک پاڼه یې هک شوې ده
د خپرېدو وخت

د افغانستان پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني‌ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې رسمي فېسبوک پاڼه یې له پرون (یکشنبې) راهیسې هک شوې ده.‌ نوموړی دا سپیناوی وروسته له هغه کوي‌ چې دوشنبه سهار یې پر فېسبوک پاڼه د طالبانو په ملاتړ یو مشکوک پوسټ راڅرګند شو.

په دې پوسټ کې ښاغلي غني له نړیوالو غوښتي چې د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژني او افغانستان ته د مرستې لاس اوږد کړي. ده ویلي د ده د واکمنۍ د مهال سفیران "د هیڅ قانون له مخي د افغان ولس او حاکم حکومت استازيتوب نه شي کولی".

خو د دې پوسټ له را څرګندېدو ساعت وروسته پرځول شوي ولسمشر پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې فېسبوک پاڼه یې هک شوې. نوموړي په خپل لنډ ټویټ کې لیکلي، تر هغې چې د فېسبوک پاڼې کنترول بېرته ترلاسه کوي،‌ له دې پاڼې خپرېدونکې محتوا د اعتبار وړ نه ده.

دا مشکوک پوسټ له خپرېدو دوه ساعته وروسته ډیلیټ شوی او داسې ښکاري چې ښاغلي غني د خپلې فېسپوک پاڼې کنترول بېرته ترلاسه کړی.

یاده دې وي‌ چې محمد اشرف غني د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته له هېواده ووت او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی.

د متحده عربي اماراتو حکومت منلې ده چې ښاغلي غني او د هغه کورنۍ ته یې د 'بشر دوستۍ' له مخې هرکلی ویلی.

ښاغلي غني یوه ویډیويي پيغام کې ویلي وو چې د جګړې او د لا ډېرې وینې توییدو د مخنیوي لپاره له افغانستانه ووت.

هغه دغه راز ویلي وو چې طالبانو غوښتل کابل ته له ننوتلو سره سم دی ووژني.

د غني پر فېسبوک پاڼه څه لیکل شوي وو؟

ولسمشر غني ۲

د عکس سرچینه، ARG

د ښاغلي غني پر فیسبوک پاڼه یوه پوسټ کې ویل شوي، پخوانۍ کابینې "یوه سلنه واک هم نه لري" خو ځینې هېوادونه پخواني سفیران او استازي د خپلو موخو لپاره افغانستان کې د نوي بحران رامنځته کولو لپاره هڅوي او نړیوالو غونډو ته یې را بلي.

په پوسټ کې زیاته شوې، نورو هېوادونو کې د ده د واکمنۍ د مهال سفیران او استازي "د افغان ولس او حاکم حکومت استازیتوب نه شي کولی".

دې پوسټ کې پر نړیوالې ټولنې غږ شوی چې "له اوسني حکومت سره تعامل وکړي، له دوسره مرستې وکړي او د افغان ولس کنګل شوې بودېجه ورکړي او په رسمیت یې وپيژني."

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي غلام محمد اسحاق زي په اړه ویل شوي، نوموړی داسې مهال کې نن په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازیتوب وینا کوي چې "تر شا یې هیڅ حکومت او ولسي ملاتړ نشته"

نړیوالې ټولنې ټېنګار کړی چې په رسمیت د طالبانو رژیم له پېژندلو وړاندې پکار ده چې طالبان ټول شموله حکومت رامنځته کړي ، د بشري حقونو په تېره د ښخو او نجونو حقونو ته درناوی او په نورو برخو کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

خو د ښاغلي غني پر فېسبوک پاڼه پوسټ کې راغلي: "نړیوال باید درک کړي که سوکاله او امن افغانستان غواړي نو د دوستۍ لاس دې ورکړي؛ په دښمني یې تر خپل اغیز لاندي نه شي راوستلای لکه څرنګه چې په تېرو شلو کلونو کې ورته تجربه شول."

غني

د عکس سرچینه، Ghani Facebook