د روسیې ټاکنې: د درغلیو له ادعاوو سره سره د پوتین ګوند د بریا پر لور مخکې دی

د عکس سرچینه، Reuters
په روسیه کې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین اړوند متحدې روسیې ګوند په پارلماني ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه. ګوند په ټاکنو کې د رایې ورکولو بهیر له پای ته رسېدو یوازې څو ساعته وروسته د بریا اعلانونه پیل کړل.
د روسیې ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، تر اوسه ۶۴ سلنه رایې شمېرل شوې، او د لومړنیو پایلو له مخې د ولسمشر پوتین متحدې روسیې ګوند ۴۸ سلنه او کمونیست ګوند ۲۱ سلنه رایې ګټلې دي.
دا ټاکنې داسې حال کې شوې، چې تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل د اروپايي ټولنې ناظران پکې ګډون نه لري.
د روسیې دولتي ټلویزیون د ګوند متحدې روسیې ګوند یو مشر اندرې تورچاک په مسکو کې د پلویانو منځ کې داسې حال کې ښيي چې وايي، ''پاکه، شفافه '' بریا یې خپله کړې ده.
د حکومت یو شمېر مخالف کاندیدان په دې ټاکنو کې له برخې اخیستو منع شوي وو.
د ټاکنو څارونکې اداره 'ګولوز ' مسوولینو چې روسي چارواکي یې د بهرنیانو لاسپوڅي بولي، په ټاکنو کې له قانونه د سرغړونې ۴۵ زره مواردو رپوټونه ورکړل.
خو د کورنیو چارو وزارت روسي چارواکو رسنیو ته وویل، دوی ته هیڅ پاموړ شکایت نه دی شوی او ټاکنې په سمه توګه تر سره شوې دي.
پر خواله رسنیو ځینې خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې د رایې ورکولو مرکزونو بهر د خلکو اوږده کتارونه لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، EPA
په ټاکنو کې د ټګیو - برګیو، له جعلي رایو د صندوقونو ډکونو او نورو ګډوډیو رپوټونه هم ورکړل شوي، خو د ټاکنو اجراييوي چارواکي وايي، دا موارد استثنايي دي، کنټرول شوي او شفاف، عادلانه انتخابات تر سره شوي دي.
لومړنۍ پایلې ښيي چې که څه هم د ولسمشر پوتین ګوند په دې ټاکنو کې اکثریت ترلاسه کړی، خو په څرګند ډول یې د پلویانو شمېر لږ شوی دی.
د یادونې ده، چې د ۲۰۱۶ کال په ټولټاکنو کې واکمن ګوند ۵۴ سلنه رایې ترلاسه کړې او حکومت یې تشکیل کړ.
د الیکسي نوالنې په څېر سیاستول هم د ګوند پلویانو شمېر کموالي یو لامل بلل کېږي، چې د ولسمشر پوتین پر سیاست او شخصیت او دغه راز حکومت کې پر فساد یې پراخې نیوکې وکړې.
بل لور ځینې شنونکي په دې اند دي چې ولسمشر پوتین د روسیې د ګټو لپاره د لویدیځوالو پر وړاندې ولاړ دی او له همدې کبله یې اوس هم ډېری روسیان پلویتوب کوي.



















